روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په پردۍ جګړه کې د افغانانو ستره بیه!

هرځل چې افغانانو پر یوه مرکزی نظام د راټولېدا تکل کړی او هر ځل چې په افغانستان کې ملی مشر سر راپورته کړی، چې ولس سره متحد وساتی او د سیاسی، ټولنیزې او اقتصادی خپلواکۍ ساتلو او په دې برخو کې د ځان بسیاینې لپاره یې ملا تړلې، نو دښمن دغه ستر او غیور ملت ته په خپل کور کې د خپلو بچیانو په مرسته ستونزې جوړې کړې او دا ملت یې تر ډېره د خپلو تېرایستل شویو او احساساتی بچیانو پر مټ د ویر او ماتم پر ټغر کېنولی دی، په همداسې ګډوډۍ کې بیا دښمن په اسانۍ راغلی او دلته یې منګولې خښې کړې دی. له ډېرې زمانې را هیسې دښمن په افغانستان کې د خپلو اجنټانو او کرایه شویو ملېشو په مرسته نه یوازې د دغه هېواد د وېشلو او بېلولو لپاره هڅې کړې، بلکې د پردۍ ایډیالوژیو پر مټ یې دغه پیاوړی ملت سره تیت پرک کړی او په بېلابېلو پلمو یې وژنی. افغانستان د پردیو د سیالۍ پر میدان اوښتی او په دې وزلوبه کې خوار او بې دفاع ولس درګرده قربانی ورکوی. تر پرونه د شوروی اتحاد او مسلمانانو ګاونډیانو له لاسه چپی او ښی اړخې مفکورې دغه ملت برباداوه او نن اوسنۍ روسیه، له همدغو مسلمانو ګاونډیانو سره په همغږۍ او د یوه تړون له مخې اوس د ترهګرۍ او اورپکۍ پر مټ په افغانستان کې د افغانانو وژنو ته زور ورکړی دی. د دې ترڅنګ هغوی په افغانستان کې د ناټو او امریکا په مشرۍ عسکر په نښه کوی او د بیارغاونې او پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې پلانونو مخنیوی کوی. د طالب او ترهګر پر مټ د افغانانو تر څنګ د امریکا او ناټو ځواکونو د وژنو لوبه او د روسیې پلان ایله اوس په امریکا کې حساسیتونه را وپارول،د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون جګپوړو چارواکیو ویلی، که دا ثابته شوه، چې روسیې په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې، امریکا به ځواب ورکړی! د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلی وېـیلی، که داسې وی، نو اقدام به وکړی! د پنټاګون چارواکی په دې اړه په کانګرېس کې وپوښتل شول، چې ولې په افغانستان کې د روسیې له خوا طالبانو ته انعام ورکولو وژل ؟نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لومړی ځل لپاره تېره میاشت د استخباراتی سرچینو په قول وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په دې اړه استخباراتی معلومات ورکړل شوی وو خو هغه یې په وړاندې هېڅ ګام وانه‌خیست. دې ته په کتو سره د امریکا د کانګرېس ځینې غړی په افغانستان کې د خپل پوځی حضور دوام غواړی! له دې سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پلان دړې وړې شو، چې غوښتل یې، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوی او د بل کال ترپایه ټول ځواکونه ترې وباسی،خو امریکا به په افغانستان کې خپل حضور دوامداره وساتی او له روسیې او ایران به د غچ اخیستو هڅه وکړی، کانګرېس به د امریکا د کلنۍ دفاعی بودیجه تعدیل او په افغانستان کې به د امریکایی ځواکونو د حضور موده تمدید کړی. په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د بهرنیو ځواکونو د پوځی حضور دوام د روسیې، ایران او نورو دښمنو لوریو او کړیو فعالیتونو او مخالفینو ته دا فرصت برابرکړی چې امریکا او ناټو سرتېریو د وژنو لپاره نور هم د طالبانو او ترهګریزو ډلو ځواک غښتلی کړی! دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ته نور نو په افغانستان کې د ترهګرۍ او اورپکۍ ضد نولس کلنه اوږده جګړه بې ارزښته وه او هغوی فکر کاوه، چې د سپټمبر د یوولسمې ترهګریزو بریدونو طراحانو ته یې سزا ورکړې او غچ یې ترې اخیستی،خو اوس یاد لوری د امریکا په مخ کې خنډ ګرځېدلی دی. دا رقابتونه او لانجې به د افغانستان جګړه نوره هم پسې اوږده کړی، چې بیه یې افغان ولس ورکوی! د دې د مخنیوی لپاره افغان او امریکایی چارواکی او دغه راز ناټو ټلواله د نړیوالو متحدینو په همکارۍ باید معقوله او د حل لاره ولټوی. له دې پرته دا ستونزه د ټولو مشترکه ستونزه ده او د افغانستان ناامنی، دسیمې او نړۍ د ناامنۍ په مانا ده!

ممکن است شما دوست داشته باشید