روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په پاکستان کې ایسار افغانان تر یوې اوونۍ په تذکرو هم هیواد ته راستنېدای شی  

په پاکستان کې هغه سلګونه افغانان چې له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې بند پاتې دی او په تذکرو افغانستان ته د راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې، په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ او په تورخم کې د افغان حکومت چارواکو له پاکستانی لوری سره پرې خبرې کړی او یوې موافقې ته رسېدلی دی.

ددغې موافقې له مخې په پاکستان کې بند پاتې افغانان کولی شی چې سر له پرون د اپریل۲۵ مې له غرمې ۱۲ بجو وروسته د همدې میاشتې تر ۲۹ مې نېټې افغانستان ته راستانه شی.په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ له لوری په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې کوم کسان په پېښور کې پاتې دی نو له دې فرصت څخه په استفادې کولی شی افغانستان ته راستانه شی.باید وویل شی چې په دې وروستیو کې د تورخم له لارې پاکستان او افغانستان ته د سفر په اړه یو شمېر ستونزې او محدودیتونه رامنځته شوی ، چې له امله یې افغان مسافر له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.له دې وړاندې د پاکستان له لوری افغانانو کولی شوای چې په تذکرو افغانستان ته راشی ،خو له نږدې دوو میاشتو راهیسې د تورخم پاکستانی مسئولین افغانانو ته په تذکرو افغانستان ته د راتګ اجازه نه ورکوی چې افغانان یې له ستونزو سره مخ کړی او له مسئولینو څخه یې د حل غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید