روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ټایلنډ کې اعتراض کوونکی غواړی چې اقتصاد یې بېرته وغوړېږی

په تایلنډ کې تر زرو زیاتو حکومت ضد اعتراض کوونکو وړمه ورځ له پولیسو سره شخړه وکړه.دغو اعتراض کوونکو ،چې د حکومت پر ضد په مظاهره راوتلی پر حکومت تور لګاوه، چې د کرونا ویروس په کنټرول او له دې درکه د اقتصاد د رکود په مخنیوی کې پاتې راغلی.برخه‌وال روېټرز اژانس ته وېیلی: (( موږ غواړو چې اقتصاد مو بېرته وغوړېږی، موږ کارونه او عواید نه‌لرو. له اعتراض پرته بله لار نه‌لرو.))د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د بریا په نامه یادګاری څلی ته نږدې شااوخوا ۱۰۰ پولیسو د اعتراض کوونکو د تیت و پرک کولو هڅه وکړه.دوی د صدارت د ودانۍ پر لوری د اعتراض کوونکو د مخکې تګ د مخنیوی لپاره پر دوی اوبه او رابړی مرمۍ وکارولې.

ممکن است شما دوست داشته باشید