روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هېواد کې له بېسوادۍ سره جدی مبارزه

د کندهار د ۱۵ناحیې اړوند په شېر سُرخ سیمه کې یو ځوان د کلی ماشومانو ته د شپې له خوا زده کړې ورکوی. دغه ځوان عبدالنافع افتاب نومېږی چې هره شپه د کلی ماشومان را ټولوی او عصری زده کړې ورکوی.آفتاب وایی: دا لړۍ یې ځکه پیل کړې چې په کلی کې یې ښوونځی نشته او ماشومان یې له زده کړو بې برخې پاتې کېدل. ده رسنیو ته ویلی: ((دا ټولګی مې د ماښام له لمانځه وروسته پیل کړی،څو بېسوادی له منځه یوسو او د کلی نجونې او هلکان په زده کړو سمبال شی. )) افتاب د ورځې خپل شخصی کاروبار لری او د شپې د کلی ماشومان روزی.د زده کړو په دغه ټولګی کې د هېواد د ښوونیز نصاب اړوند ښوونځی د لومړنۍ دورې درسی توکی تدرسېږی.هغه ماشومان، چې د شپې له خوا په یاد ټولګی کې زده کړې کوی، په خپله سیمه کې د ښوونځیو جوړېدو او نورو زده کړو غوښتنه کوی. ((موږ غواړو چې دلته ښوونځی جوړ شی، ځکه په دوړو او باد کې درس ویل سخت وی. )) د یادکلی اوسېدونکی د بېسوادۍ په له منځه وړلو کې دا ډول هڅې ګټورې بولی او له عبدالنافع افتاب څخه مننه کوی،چې له فرصته په ګټې اخیستنې د دوی زامن په زده کړو سمبالوی. هغوی له حکومته وغوښتل،چې د دا ډول هڅو ملاتړ وکړی. ((موږ له دولت او بډایه خلکو  غوښتنه کوو، چې د دغسې هڅو مادی او معنوی ملاتړ وکړی. ))که څه هم په کندهار او ولسوالیو کې تر ۳۰۰ پورې ښوونځی شتون لری، خو لا هم داسې سیمې شته چې هېڅ ښوونځی په کې نشته او ماشومان یې له زده کړو بې برخې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید