د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یو ځل بیا پر افغان مشرانو غږ کړی ، چې اختلافات دې شاته کړی او د افغانستان ثبات دې خوندی وساتی.مایک پامپیو ویلی، ولسمشر غنی او عبدالله باید ژر تر ژره خپل اختلافات حل کړی او د افغانستان د ثبات د خوندیتوب لپاره دې سره یو شی.نوموړی ویلی که افغان مشران متحد شی امریکا به له افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام تجدید نظر ورکړی؟مایک پامپیو څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و که دغه دواړه مشران سره یوې هوکړې ته ونه رسېږی، پر افغانستان به د واشنګټن یو میلیارد ډالر مرستې قطع شی.وروسته ځینو امریکایی چارواکو وویل، چې دا یو میلیارد ډالر به د افغانستان د امنیتی ځواکونو له بودجې څخه وګرځول شی.اوس ویل کېږی چې د ولسمشر او عبدالله تر منځ اختلاف په حل کېدو دی او عبدالله د مصالحې شورا مشری منلې ده، خو د ده ویاندانو بیا ویلی چې لا کومه هوکړه نه ده شوې.