روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هېواد کې د  هوایی ځواک سمبالښت ستر لومړیتوب دى

په هېواد کې روانه بدمرغه جگړه پر افغان مظلوم ولس له کابو څلورو لسیزو راهیسې د پردیو له خوا او په ځانگړې توگه د هغو استخباراتی شبکو له لوری تپل شوې، چې نه یوازې قربانی یې بې گناه افغانان ورکوی، بلکې دغې جګړې په هېواد کې د نړیوالې ټولنې هڅې هم ټکنۍ کړی دی، پردې اساس اړینه ده چې امریکا ، دناټو سازمان غړی هېوادونه او ترڅنگ یې نړیواله ټولنه په افغانستان کې په ټولیزه توگه د سولې د دښمنانو د هر اړخیزو تخریبی او تروریستی بریدونو د شنډولو او د هغوى د سازمان ورکوونکو هېوادونو د تېری کوونکو ناوړو پلانونو د کشفولو او له منځه وړلو لپاره د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو(مځکنی او هوایی) دغه راز  د کشفی او څارگرو ادارو پوره پیاوړتیا او تجهیز ته ډیره پاملرنه وکړی ، چې دغه ځواکونه د ښو امکاناتو په درلودلو سره په بشپړې هوښیارۍ او بېدارۍ له خپل ټول ځواک او وړتیا څخه کار واخلی او هغه  مغرضې کړۍ چې دهېواد په هر ځاى کې شتون لری، ښې وځپی او له منځه یی یوسی او ددوى شوم اهداف له خاورو سره خاورې کړی، چې په دې ډول افغان جگړه ځپلی ولس ته د نېکمرغه او هوسا ژوند د پرمخ بېولو لپاره بشپړه سوله ییزه او ډاډمنه فضا مساعده شی. دیادونې وړ ده چې دمگړۍ په سیمه ییزه کچه د ترورېستانو او ترهگرو د ناوړو فعالیتونو له امله را پیدا شویو ستونزو، کړکېچونو، گواښونو او هم د هېواد روان امنیتی حالت ته په پاملرنې سره دا واقعیت هم په اثبات رسیږی چې د افغانستان د ملی واکمنۍ د دفاع او ساتنې لپاره د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو هوډ بې له شکه چې ډېر اوچت او پیاوړى دى اوپه دې لاره کې یې تل بې سارې اتلولۍ له ځانه ښودلی او لا هم د سرلوړی افغانستان او د پتمنو هېوادوالو د دفاع په لاره کې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د هر ډول سرښندونکې مبارزی او قربانۍ لپاره په پوره رښتینولۍ تل چمتو دی، خو د کورنیو ځواکونو د پیاوړی مورال او هېواد پالنې د لوړ احساس تر څنگ په ټولیزه توگه پلی ځواکونه د نوی عصر د پرمختللو سپکو او درنو وسلو تجهیز ته ډېره اړتیا لری او په هر ډول پوځی عملیاتو کې د هوایی ځواکونو بشپړ ملاتړ او حمایه زموږ د هېوادوالو لپاره ستر لومړیتوب دى،  چې په هر راز شرایطو کې د هېواد د دفاع تر څنگ په ټول افغانستان کې نیکمرغه سوله، امن او ډاډمن ثبات تامین کړی، البته دې ټکی ته مو باید پام وی، د هوایی ځواک د سمبالولو لپاره چې څه شوی ، بسنه نه کوی او د قناعت وړ هم نه دی او دې ته واقعاً اړتیا شته چې د ناټو سازمان غړی هېوادونه په سرکې یې  امریکا د افغان پلیو ځواکونو د روزلو، تجهیز او مشورو ورکولو تر څنگ هوایی ځواک هم باید په هر اړخیز ډول سمبال کړی او ډول ډول پرمختللی کشفی، جنگی او ترانسپورتی الوتکې په واک کې ورکړی چې د سیمې په کچه جگړه ځپلى افغانستان د یو مجهز وسله وال ځواک لرونکى هېواد شی چې په هر راز شرایطو کې د هېواد گوټ گوټ تر خپل امنیتی پوښښ لاندې ونیسی او هېڅ راز ترهگریزه ډله او مخرب عناصر ددې مجال پیدا نه کړی چې د هېواد امنیتی وضعیت خراب او د خلکو هوساینه وگواښوی او یا هم د نړیوالې ټولنې هڅې ټکنۍ کړی، رسنیو ویلی ،چې دوست هېواد هندوستان له افغانستان سره د خپلو مرستو په لړکې په دې وروستیو کې څلور جنګی الوتکې افغان پوځ ته ورکړې  چې ددوى یاد اقدام د قدر وړ دى ، خو د دې ترڅنګ  اړینه ده لکه څنګه چې دافغان هوایی ځواک د سمبالښت په موخه د ناټو د غوڅ ملاتړ  ماموریت له لوری او هم د امریکا له خوا ژمنې شوی باید په ټولیزه توگه ډول ډول الوتکې د افغان هوایی ځواک د سمبالښت په موخه د امنیتی ځواکونو په واک کې ورکړل شی چې په هر ډول پوځی عملیاتو کې د پلیو ځواکونو هراړخیز ملاتړ وکړی او د افغان حکومت وسله وال مخالفین چې د هېواد په هر گوټ کې  په تخریبی او تروریستی فعالیتونو لاس پورې کوی دوى هلته ښه وځپی او له منځه یې یوسی، په اوسنیو شرایطوکې د امنیتی ، دفاعی مځکنیو او هوایی ځواکونو تجهیز،سمبالښت او پیاوړی کول  ، باید دافغان دولت په هر اړخیزې پاملرنې سره د نړیوالو همکارانو بې دریغه همکاری را جلب کړی او هغه امکانات سل په سلو کې په کار واچوی  چې د هېواد د مځکنیو ځواکونو ترڅنگ هوایی ځواکونه هم په هراړخیزه توگه پرنویو او پرمختللو وسلو، تجهیزاتو اوپه ډول ډول جنگی، کشفی او ترانسپورتی الوتکو سمبال شی، ځکه اوس مهال د یو مسلکی او مجهز وسله وال مځکنی او هوایی ځواک شتون د جگړه ځپلی افغانستان یو ستر لومړیتوب او اړتیا ده. دا ځکه چې له هره پلوه دسمبال مځکنی او هوایی ځواک په درلودلو سره ددې امکان شته چې په هېواد کې ډاډمن امنیت، سوله او ثبات تامین او د افغان مظلوم ولس او ځورېدلو خلکو بشپړ امنیتی مصوونیت هم په تلپاتې ډول خوندی، نېکمرغه ژوند او هوساینه د ټولو قدرمنو او جگړه ځپلو هېوادوالو په برخه شی او هېڅکله هم د دوى ارامتیا، خوښی او هوساینه د ځینو کورنیو وسله والو مخالفینو یا بهرنیو ترهگرو له خوا ونه گواښول شی.

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید