روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هېواد کې د مطالعې د پیاوړتیا او د فرهنګی خپلواکۍ د ساتلو هڅې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د بیهقی کتاب خپرولو ریاست په نوښت او د ګرځندوی ریاست او سوداګرۍ خونې په ملاتړ د کتابونو او لاسی صنایعو ۳ ورځنی نندارتون د یکشنبې په ورځ د بامیان ولایت د بند امیر په سیمه کې پرانیستل شو.د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رئیس حافظ نعمت اللّٰه منتظر د بیهقی کتاب خپرولو رئیس عبدالعلی ځانواک مفتی زاده د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو او یو شمېر فرهنګیانو برخه اخیستې وه.د بیهقی د کتاپ خپرولو رئیس عبدالعلی ځانواک مفتی زاده رسنیو ته وویل، چې دغه نندارتون یې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د ودې او پیاوړتیا او همدارنګه د افغانستان لاسی صنایعو ته د بازار موندنې په موخه جوړ کړی او دغه لړۍ به یو شمېر نورو ولایتونو ته هم وغځوی.د نوموړی په وینا په دغه نندارتون کې د لومړی ځل لپاره د افغان خطاطانو په لاس لیکل شوی لس ډوله قرآنکریم هم نندارې ته وړاندې شوی دی.

مفتی زاده همدارنګه وویل، چې د یوې طرحې له مخې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوری د هر ولایت په کچه یو غوره کتاب او غوره لیکوال ټاکل کېږی، او د بیهقی ریاست به یې د چاپ چارې پر غاړه اخلی.

د نوموړی په وینا: په همدې موخه یې تر دې دمه ۲۶ ټوکه کتابونه چاپ ته تیار او د ۳۶ نورو کتابونو په انتخاب کار روان دی.سرچینې زیاته کړه، چې د دې تر څنګ یې شاوخوا سل زره ټوکه افغانی چاپ قرآنکریم هم چاپ او خپرېدو ته چمتو کړی دی.په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رئیس حافظ نعمت اللّٰه منتظر د بیهقی کتاب خپرولو ریاست د دغه اقدام ستاینه وکړه او وویل، چې د دغه ډول نندارتونونو لړۍ یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه دوبۍ، ترکیې او قطر ته هم وغځوی.

د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د نندارتون جوړونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې دغه ډول نندارتونونه د فرهنګی خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره ډېر ګټور دی او ځوان نسل به له خپل اصلی فرهنګ او تاریخ سره اشنا کړی.یو شمېر کسانو چې له په دغه نندارتون کې یې برخه اخیستې وه له باختر آژانس سره په خبرو کې د نندارتون د جوړولو ستاینه وکړه او له اسلامی امارت څخه یې غوښتنه وکړه، چې لاسی صنایعو ته د بازار موندنې په برخه کې دې له خلکو سره مرسته وکړی.

د یادولو وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړی وو، چې د خلکو له تود هرکلی سره مخ او ښه پایله یې ورکړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید