د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون، په ارګ کې جوړه شوه.په پیل کې جمهوررییس غنی په هېواد کې د وروستیو انکشافاتو، د امنیتی او دفاعی ځواکونو د احیا، د وسله وال پوځ په ځانګړی ډول د ځانګړو قطعاتو، کومانډو او صفر لرونکو قطعاتو ته د جلب و جذب په اړه مفصل معلومات ورکړل.جمهوررییس ووېیل : هېڅ راز معامله او د تسلیمېدو اراده موجوده نه ده، موږ باعزته ژوند کوو او نن د غیرت، عزم او ارادې ورځ ده.ده زیاته کړه: که طالبان فکر کوی چې له موږ تسلیمی اخلی، په سلو کلونو کې به یې هم دغه ارمان پوره نشی. د وینې بهېدو او وېجاړۍ مسوولیت د طالبانو او د دوی د ملاتړو په غاړه دی.وروسته د جمهوری ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په ولایتونو او مرکز کې د تاوتریخوالی او وچکالۍ له امله د کورنیو بېځایه شویو د اړتیاسنجولو او رسېدګۍ په موخه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، اړوندو ادارو او والیانو په ګډون د یوې ځانګړې غونډې پر جوړولو مؤظف شو.جمهوررییس په مرکز او ولایتونو کې د جګړې او وچکالۍ له امله داخلی بېځایه شویو سره د مرستې په موخه په زېرمو کې د موجودو غنمو د وېش په خاطر اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه او د ارشاد حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو رهبری او مسوولینو او په سعودی عربستان کې د افغانستان سفارت کارکوونکو څخه یې په سعودی عربستان کې د افغانستان د جایدادونو د تثبیت په خاطر مننه وکړه.د کابینې غونډې د کارو او ټولنیزو چارو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارتونو د دندو د تنظیم مقررو طرحې له یو لړ تغییراتو وروسته په پرنیسب کې تائید کړې.
همداراز کابینې د موزیم او کتابتون، دولتی روغتون، د ادارو د ودانیو، جومات، دینې مدرسې، هدېرې، د مطالعې صالون او د څښاک اوبو د زېرمې جوړولو، د دایکنډی د میرامور ولسوالۍ د تفصیلی پلان د تطبیق او د تخار ولایت سرحدی ګډ بازار د ایجاد په موخه په ولایتونو کې د دولتی مځکو د ۱۱ مورده استفادې حق لېږد تصویب کړ.