روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هند کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر له شلو میلیونو واوښت

په هند کې په کورونا ویروس د اخته کسانو رسمی شمېر له شل میلیونو واوښت.د هند د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۳۵۷۰۰۰ نویو مواردو له ثبت وروسته پرون دا اعلام وکړ.له بلې خوا په هغو روغتونونو کې ،چې د کورونا د ناروغانو درملنه کېږی د بسترونو، درملو او اکسیجن د کموالی ستونزه پرځای پاتې ده.په هند کې په کورونا د اخته کسانو شمېر په تېرو درېیو میاشتو کې تقریباً دوه چنده لوړ شوی او د دې وبا له امله د مړینو شمېر اوس له دوه لکه شلو زرو اوښتی دی.په هند کې کورونا د بل هر هېواد په تله په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید