روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هلمند کې له معیاری روغتیایی خدمتونو بې برخې سیمې

په هلمند کې په دې وروستیو کې هغه د ښتې هم آبادې شوې ،چې له ډېرو کلونو راهیسې همداسې شاړې پاتې وې، خو اوس یې اوسېدونکی شکایت کوی ،چې په دومره وخت کې حکومت ورته پام نه دی کړی او له ټولو روغتیایی خدمتونو بې برخې دی.دوی زیاتوی ،چې په سیمو کې یې روغتیایی مرکزونه نشته او ناروغان یې ډېر کله د روغتیایی خدمتونو د نشت له امله مرکز لښکرګاه ته پر لاره ساه ورکوی.د هلمند د نادعلی ولسوالۍ دوو اوسېدونکو ګل اغا او سید محمد د خپلو اړتیاوو په اړه رسنیو ته ویلی، چې حکومت باید د روغتیا په برخه کې د دوی غم وخوری. (( شل کلنې جګړې له موږ هر څه اخیستی، هېڅ روغتیایی مرکز نه لرو، له حکومت څخه مو بیا هم غوښتنه دا ده چې زموږ ستونزو ته دې رسېدنه وکړی.))له ګرشک او مارجې ولسوالیو دوو تنو بست روغتون ته خپل ناروغان ستلې او وایی چې پر لاره پر دوی ډېر لګښت کېږی چې د پرې کولو وس یې نه لری.هغوی هم د روغتیایی مرکزونو او معیاری روغتونونو جوړېدو غوښتنه کوی.(( شخصی روغتونونو ته ناروغان بیایو، خو ډېر لګښت راباندې راځی، موږ یې د ورکولو وس نه لرو. که دولت معیاری روغتونونه راته جوړ کړی، زموږ به ډېر لاسنیوی شوی وی.))د هلمند روغتیایی مسئولین هم په لرې پرتو او نویو ابادو شویو سیمو کې د روغتیایی مرکزونو او روغتونونو د نشت ستونزه منی.د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر سید احمد سعید وویل، چې دا ستونزه یې له مرکز او عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې او د حل لپاره به یې ژر اقدام وشی.(( رښتیا هم معیاری روغتونونه نشته، دا ستونزه منو، خو د حل لپاره یې له وزارت سره همغږی شوې او ژر به په دې برخه کې اقدام وشی.))د یادولو وړ ده چې هلمند په تېرو جګړو کې له پامه غورځول شوی ولایت و، خو اوس چې اسلامی امارت پر هیواد واکمن شوی، خلک یې نه یوازې د روغتیایی مرکزونو او روغتونونو جوړېدو غوښتنه کوی، بلکې په هره برخه کې له دولت  څخه جدی پاملرنه غواړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید