د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان ملی راډیو تلوېزیون لوی رییس محمد زرین انځور، د بېلابېلو ادارو مسوولینو، ښوونکو او یو شمېر ځایی اوسېدونکو برخه اخیستې وه. د پوهنې رییس محمد داود شاه صفاری وویل: د دې لیلیې په جوړېدو سره به د ولسوالیو زده کوونکو ته په مرکز کې د زده کړو زمینه او آسانتیا برابره شی.هغه زیاته کړه، چې دغه لیلیه په یو مهال د ۲۸۴ زده کوونکو د ځایولو ظرفیت لری، چې په کې مېشتو زده کوونکو ته به د اوسېدونکو ترڅنګ د کورسونو زمینه هم برابره شی.ښاغلی صفاری ددې لیلیې د مځکې د خلاصون په برخه کې د هلمند والی او نورو اړوند ادارو له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا د هلمند لپاره د پوهنې د یو غوره بنسټ حیثیت لری.د پوهنې رییس وړاندې وویل: په دې ولایت کې لا هم ۲۷۶ ښوونځی ودانۍ نه لری، چې د ولایتی ادارې په همکارۍ په دې وروستیو کې توانېدلی، چې نږدې سل ښوونځیو ته د ودانۍ لپاره مځکې په ګوته او د انتقال چارې یې بشپړې کړی.هلمند والی تورن جنرال محمد یاسین خان د خپلو خبرو پر مهال د لیلیې دغه ودانۍ د معارف د پرمختګ لپاره یو غوره زېری او فرصت وباله او له جمهور رییس یې مننه وکړه، چې بودجه یې ورته منظوره کړه.جنرال یاسین خان وویل: دغه لیلیه په څلور پوړه کې جوړېږی، چې هر پوړ به یې ۱۸ خونې او تشنابونه ولری او همدارنګه یو باب د ډوډۍ خوړلوځای او یو باب جومات هم په کې شتون لری.هغه له ټولو هلمندوالو هیله وکړه، چې د دې پروژې په پلې کېدو کې هر اړخیزه همکاری وکړی او اړوندو ادارو ته یې جدی سپارښتنه وکړه، چې وخت پر وخت یې له چارو څارنه وکړی، ترڅو په ټاکلی معیار او کیفیت جوړه شی.د افغانستان د ملی راډیو تلوېزیون لوی رییس محمد زرین انځور وویل: هلمند ته په راتګ سره یې د پرمختګونو څرکونه ولیدل، چې یو له هغې هم د پوهنې په ډګر دغه لوی او اساسی بنسټ دی. ده زیاته کړه، هلمند د پرمختګ او ثبات لوری ته درومی او دلته لا ډېره اړتیا ده، چې د معارف برخه کې نور مثبت ګامونه هم واخیستل شی.تر خبرو وروسته د هلمند والی تورن جنرال محمد یاسین خان، د افغانستان د ملی راډیو تلوېزیون لوی رییس محمد زرین انځور او د یو شمېر ادارو مسوولینو له لوری ددې لیلیې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.