روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هلمند کې د پلونو او پلچکونو رغېدو غوښتنه

که څه هم په هلمند کې پر لویو لارو امنیتی ستونزې حل شوې، خو د دغه ولایت اوسېدونکی د هغو پلونو او پلچکونو بیا رغېدو غوښتنه کوی چې د تېرو جګړو پر مهال وران شوی دی.موټر چلوونکی پر دغو ورانو لارو له ګڼو ستونزو سره مخ وی.دلښکرګاه او کندهار ولایتونو تر منځ د سړک موټر چلوونکی خالقداد رسنیو ته ویلی، چې پر دې لاره د شکونو او غلاوو مخه نیول شوې، خو په خبره یې، اوس هم له هغو لارو څخه د تګ پر مهال زړه ‌توری شوی ،چې د تېرو جګړو پر مهال یا بشپړې او یا هم نیمه ویجاړې شوې دی.د هغه په خبره، دا لارې د تېرو جګړو پر مهال د ماینونو له امله تخریب شوې ، چې رغېدو ته یې اړتیا ده. (( اوس چې نورې ستونزې حل شوې، خلک ډېر خوښ دی، خو یوه ستونزه چې د سړکونو د بیا رغولو ده، اوس هم نه ده حل شوې، له حکومت جدی غوښتنه کوو چې دا لارې جوړې کړی.))یو بل موټر چلوونکی عبدالله چې د هلمند ـ هرات پر لویه لاره موټر چلوی وایی: له نیکه مرغه اوس الحمد الله کومه امنیتی ستونزه نشته ،خو لاهم دا لارې بشپړ رغېدو ته جدی اړتیا لری.

دی زیاتوی: کله نا کله پر همدغو وېجاړو لارو ټرافیکی پېښې هم رامنځته کېږی ،چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوړی. (( د زابل مرکز کلات ته نېږدې دا لاره تر یوې کچې جوړه شوې، کندې یې ډکې شوې دی، خو اوس هم امکان شته ،چې د باران پر مهال بیرته ویجاړه او موټر چلوونکی به له ستونزو سره مخ کړی.))په ورته وخت کې بیا د هلمند د ناوې او ګرمسېر ولسوالیو دوه موټر چلوونکی احمد شاه او نورالله هم د لارو د خرابوالی په تړاو ورته شکایتونه لری.هغوی له رسنیو سره په خبرو کې له دولت د یادو لارو جوړېدو غوښتنه کړې.

(( زموږ پر ویالو او زابرانو ستر پلونه جوړ شوی وو، چې اوس تر ډېره وران شوی دی. خپلو ځایونو ته د تګ پر مهال اړ یو چې د لنډو پر ځای پر لویو لارو تګ وکړو.)) دهلمندد ټولګټو چارو ریاست مرستیال انجنیر احمد وحید ساحل هم د تېرو جګړو پر مهال د لویو لارو او پلونو ویجاړېدل منی، خو وایی: د تېرو څلور میاشتو په جریان کې یې د خپل وس په اندازه دا لارې تر یوې کچې رغولی دی.(( د روان ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره مو وزارت ته وړاندیز کړی، ډېرې تمې شته چې پلونه، پلچکونه او سړکونه په اساسی ډول جوړ شی.))دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د تېرو جګړو پر مهال نه یوازې د هلمند، بلکې د ډېری ولایتونو سترې لارې او پلچکونه وران شوی او خلک یې له ګنو ستونزو سره مخ کړی دی. هغوی هم له دولت څخه په اساسی ډول د سترو لارو بیا رغېدو غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید