د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رىاست واىی، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملی برنامې «NHLP» او د ((مرسی کور)) بدىل معېشت پروګرام له لارې مځکوالو او بڼوالو ته د پستې ۲۰۵ جرىبه نوی بڼونه جوړ شی.د هلمند د کرنې رىىس زلمى الکو واىی: د دې پروسې په لړ کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملی برنامې له خوا ۱۰۰ جرىبه او د بدىل معېشت پروګرام له لارې ۱۰۵ جرىبه د پستې بڼونه جوړېږی.ښاغلی الکو زىاته کړه، چې په همدې موخه د کرنې رىاست له خوا د مرسی کور دبدىل معېشت پروګرام په همکارۍ د مرکز لښکرګاه ۴۱ بڼوالو او مځکوالو ته د پستې بڼونو د جوړولو لپاره روزنىز پروګرام په لاره واچول شو.
ګډون والو ته په دې پروګرام کې د مځکې ډىزاىن او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړىنې لارې چارې په عملی او نظری ډول وښودل شوې.په هلمند کې د پستې ۲۰۵ جرىبه نوی بڼونه په داسې حال کې جوړېږی، چې تېر کال هم د هلمند د کرنې رىاست له خوا په دې ولاىت کې د پستې ۱۶۴ جرىبه بڼونه جوړ شوی وو، چې د دغو بڼونو ښې پاىلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو مځکو کې د پستې بڼونه جوړ کړی.