روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هلمند کې د عصری ممیزخونو رغنیزې چارې په بشپړېدو دی

د هلمند د کرنې ریاست وایی: په دې ولایت کې د ۱۵۵ ممیز خونو رغنیزې چارې به په نیږدې یوه اوونۍ کې بشپړې شی او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.د هلمند دکرنې ریاست وایی:

 (شنبه، د سنبلې ۲۹)

د هلمند د کرنې ریاست وایی: په دې ولایت کې د ۱۵۵ ممیز خونو رغنیزې چارې به په نیږدې یوه اوونۍ کې بشپړې شی او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.د هلمند دکرنې ریاست وایی: په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۵عصری ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړېدو په درشل کې دی او د یوې اوونۍ په ترڅ کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو ته به ورکړل شید هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایی، چې دغه عصری ممیزخونې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلی، ناوې، ګرمسیر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږی.

ښاغلی الکو وویل: هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور تولیدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوی، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصری ممیز خونو ته اړتیا لری، چې دغه اړتیا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کېږییاد ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاری او استنډرد ډول جوړېږی. د دې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاری او ښه کیفیت لرونکی ممیزو د تولید لامل کېږی او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسی.د یادونې ده ،چې په هلمند کې تر دې وړاندې هم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملی پروژې «NHLP» او مرسی کورپ موسسې په مالی همکارۍ ۲۷ عصری ممیزخونې جوړ او د انګورو بڼوالو ته ورکړل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید