د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د هلمند امنیه قوماندان وایی د طالبانو لهخوا یې د پنځو ولسوالیو د نیولو پلان شنډ کړی او ۱۹ کسان یې وروژلی دی.مل پاسوال خلیلالرحمن جواد وړمه ورځ په لښکرګاه کې رسنیو ته ویلی، چې طالبانو تېره شپه پر کجکی، سنګین، ناوې، ګرشک او ګرمسېر ولسوالیو ډلهییز او قوی بریدونه وکړل، خو افغان ځواکونو په شا وتمبول.ښاغلی جواد زیاتوی: (( دوب په پنځو ولسوالیو شدیدې حملې درلودې. له نېکه مرغه اتلو پولیسو دوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. د دوی ۱۹ وسله وال مړه شوی او ۱۰ یې ټپیان دی.))په هلمند کې د طالبانو لهخوا پر افغان ځواکونو بریدونو په داسې حال کی زور اخیستی ، چې له امریکا سره د طالبانو د سولې په توافق کې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شو، پر اورکم او د افغان حکومت سره پر خبرو او د زندانیانو پر خوشې کولو ټنګار شوی دی.د هلمند امنیه قوماندان په دغه مطبوعاتی کنفرانس کې ویلی دوی لاهم د ولسمشر غنی په امر یوازې د فعاله دفاع په حال کې دی او د طالبانو پر مرکزونو او پټنځایونو بریدونه نهکوی، خو برخلاف طالبانو پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی.