روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هلمند کې د اوبو رسولو د ۳۰ څاګانو د جوړولو کار پیل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسئولینو وړمه ورځ باختر آژانس ته ویلی ،چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست  تر چتر لاندې د لښکرګاه ښار په ګډون  په دیشو او ناوې ولسوالۍ کې د څښلو د پاکو اوبو رسولو پروژه د AHF(UN-OCHA) مؤسسې په مالی ملاتړ د څښلو او پاکو اوبو رسولو او روغتیا ساتنې په موخه ۱۵ ژورو څاه ګانو د جوړولو کار پیل شو.د مسئولینو په خبره ۱۵ پخوانۍ ژورې څاه ګانې او لاسی پمپونه چې د فعالیت او استفادې لوېدلی وو، هغه به هم ترمیم او ورغول شی . د کلیو او پراختیا ریاست مسئولینو په خبره چې  د (HAPA)  مؤسسې له لوری د لښکرګاه ښار په بولان، صافیان،ختیځ لښکری بازار،سور ګودر او کوچنی کاریز سیمو کې تخنیکی چارې پیل شوې دی ؛ د دوی په خبره چې په ناوې او دېشو ولسوالیو کې به په نږدې راتلونکی کې د یادو ژوروڅاګانو تخنیکی چارې پیل شی .دوی همدا راز زیاته کړه چې د یادې پروژې په تطبیق سره به په هره ولسوالۍ کې د ۵ نویو ژوروڅاګانو او ۵ ترمیم او رغول شویو څاه ګانو د ګټې اخیستنې په پایله کې به ۳۰۰ اړمنې کورنۍ او د لښکرګاه په ګډون به په ناوې او دېشو ولسوالیو کې په مجموعی توګه ۹۰۰ اړمنې کورنۍ د څښلو او پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید