روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هلمند کې بست خصوصی روغتون وړیا خدمتونه وړاندې کوی

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې بست تدریسی روغتون په خصوصی بڼه فعالیت کوی، خو له درملو پرته یې نور ۲۴ساعته خدمتونه وړیا دی.د بست روغتون مسئول ډاکتر زبیر احمد ناصری رسنیو ته ویلی، چې دغه وړیا خدمتونه یې د هېواد اوسنی کمزوری اقتصادی حالت ته په کتو او د خلکو د لاسنیوی په هدف ځانګړی کړی دی.د ده په خبره، هره ورځ په دغه روغتون کې د ۳۵۰ ناروغانو درملنه کېږی چې د میاشتې ۴۵۰۰ناروغانو ته رسېږی. ((په بست روغتون کې د عمومی جراحۍ، نسایی ولادی، ماشومانو، د غوږ او ستونی، سترګو، پوستکی او په نورو برخو کې د ناروغانو وړیا درملنه کېږی. ))

معاذالله او نقیب الله هغه کسان دی ،چې له نهرسراج او مارجې ولسوالیو یې بست روغتون ته خپل ناروغان راوړی دی.دوی د یاد روغتون پر وړیا خدمتونو خوښ دی او له نورو روغتونونو هم د برابرۍ او انصاف غوښتنه کوی. (( زما ناروغ محرقه دی، د وینې معاینه کېدو لپاره مې دلته راوړی، په وړیا خدمتونو یې خوښ یو، دغه پروسه باید دوام وکړی او نور روغتونونه دې هم د خلکو حالت درک کړی. )) د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکتر سید احمد سعید هم د بست روغتون پر وړیا خدمتونو خوښ دی، خو ټینګار کوی چې باید دغه روغتون په عصری طبی وسایلو سمبال شی. ((زموږ اساسی غوښتنه پر عصری طبی وسایلو د بست روغتون سمبالېدل دی ،چې باید پام ورته وشی. په جراحۍ، د ماشومانو او نسایی ولادی برخو کې ښه خدمتونه وړاندې کوی، خو که په عصری وسایلو سمبال شی، خدمتونه به یې نور هم ښه شی. )) باید یادونه وشی ،چې په هلمند کې نور خصوصی روغتونونه هم شته چې په اوونۍ کې په ځانګړو ورځو کې وړیا خدمتونه وړاندې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید