روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هلمند او ارزګان کې د پستې بڼونه په حاصلاتو راغلی

په هلمند او ارزګان ولایتونو کې د پستې له ۶۰ هیکتارو ډېرو ځمکو کې جوړ شوی باغونه څلور کاله وروسته حاصلاتو ته چمتو شول.په دې ځمکو کې پخوا کوکنار کرل کېدل، خو په ۱۳۹۸ کال په دې ځمکو کې د پستو نیالګی کېښودل شول، په روان کال کې دې باغونو پسته نیولې او په پام کې ده چې پسته یې بازار ته وړاندې شی. د ارزګان په مرکز کې باغوانان د پستې په هغو ونو بوخت دی، چې څلور کاله مخکې جوړ شوی او اوس حاصلاتو ته رسېدلی دی.د هلمند ځمکه وال هاشم او ارزګان یوه باغوان نورولی پخوا په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل، خو په ۱۳۹۸ شمسی کال کې دوی په ځمکو کې د پستې باغونه جوړ کړل. دوی وایی: هیله لری چې د پستې په راټولولو سره به له تریاکو ډېرې پیسې وګټی . هلمندی ځمکه‌وال هاشم وایی: (( په خپله ځمکه کې مو د پستې نیالګی ایښی دی، اوس دا دی حاصلاتو ته رسېدلی او انشاءالله، چې ښه حاصل یې ورکړی،له تریاکو یې ګټه ډېره ده، ځکه مصرف او کار یې لږ دی او ښه حاصل ورکوی.)) دغه راز د ارزګان باغوان نورولی وایی: (( حکومت له زموږ سره مرسته وکړه او دا نیالګی مو کېښودل او اوس په باغوانۍ اخته یو. حاصلات یې ښه دی، ښه ګټه کوی، کوکنار ښه نه دی. د افغانستان خلک بېوزله دی، چې کوکنار کری، که د باغوانانو لپاره د پستې باغونه جوړ شی کوکنار نه کری.)) د افغانستان په جنوب کې بزګران وایی، د کوکنارو د بدیل په نامه د نغدی مرستو او وسایلو په پرتله د باغونو جوړولو ثابته کړې، چې د اوږد مهال لپاره د کوکنارو ښه بدیل کېدای شی.د زراعت کارپوه حکمت الله صلحی وړاندیز کوی ،چې د بدیل معیشیت پروګرامونه باید د بزګرانو د اړتیاوو او هر ولایت اقلیم ته په کتو سره په پام کې ونیول شی.بزګران داسې مهال د بدیل کښت غوښتنه کوی،چې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د اسلامی امارت د مشرتابه د فرمان درې میاشتې کېږی، خو تر دې مهاله د بدیل کښت په برخه کې له بزګرانو سره نه د افغان حکومت او نه هم نړیوالو مرستندویو ادارو مرستې کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید