د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په هرات ولایت کې د کراټې ۲۸ پړاو سیالۍ ترسره شوې. د بدنی روزنې او ورزش عمومی ریاست د یوه خبر په خپرولو سره ویلی ،چې د کیوکوشین کای کان کراټې د ۲۸ پړاو سیالۍ د هرات د بدنی روزنې او ورزش ریاست د سرپرست او د یو شمېر استادانو او ورزشکارانو په حضور کې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې ۱۱۰ ورزشکارانو په ۲۰ وزنونو او د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په درېویو سنی کټګوریو کې برخه اخیستې وه.د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د ورزشکارانو د ظرفیتونو لوړول او په ملی سیالیو کې د ګډون لپاره د غوره څېرو پیژندل وو.د سیالۍ په پای کې تکړه لوبغاړو ته مډالونه هم ورکړل شول.