روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هرات او ننګرهار کې ۷ کسان د غلا په تور نیول شوی

امنیتی چارواکو په هرات او ننګرهار کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې د غلا په تور د ۷ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.د هرات له امنیه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی ،چې امنیتی ځواکونو وړمه ورځ د هرات ښار له ۶ مې امنیتی حوزې څخه دوه داسې کسان ونیول چې له خلکو به یې په زور پیسې او نور توکی غلا کول.په خبرپاڼه کې ویل شوی چې نیول شویو کسانو په لومړنیو پلټنو کې د غلا او شوکمارۍ په څو مواردو اعتراف کړی دی، چې ډېر ژر به یې دوسیې د لازیاتو پلټنو په خاطر عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.په یوه جلا خبر کې راغلی چې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ منسوبینو د بهسودو ولسوالۍ په سمرخېلو کلی کې پنځه غله له دوه میله تومانچو او یوې چړې سره یوځای نیولی، چې دا مهال ورڅخه څېړنې روان ې دی.دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم امنیتی موظفینو په هرات او نیمروز ولایتونو کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او له پېښې سره په تړاو یې یو شمېر انسان تښتوونکی نیولی وو.

++++

++++

ممکن است شما دوست داشته باشید