روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په نیویارک کې د اور لګېدنې له امله د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکی وایی: د ۹ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان هغه وخت مړه شول،چې د نیویارک ښار به برونکس سیمه کې لویې ودانۍ اور واخیست. د دغه ښار اور وژنې ادارې ویلی چې د دې ۱۹ منزله ودانۍ د اور مړه کولو لپاره ۲۰۰ اور وژونکی لاس په کار شول.په دې اورلګېدنه کې ۶۳ کسان ټپیان شوی، چې له ډلې یې ۳۲ کسان په روغتونونو کې بستر شوی دی.چارواکی وایی، د اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید