روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په نیمروز کې د پاکو اوبو د برابرولو دوه پروژې بشپړې شوې

د نیمروز ولایت په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو دوې پروژې پای ته ورسېدې.مسئولین وایی: دا پروژې به ۲۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره کړی، چې د ((کوار)) موسیسی خوا مخته وړل کېږی.د دغې موسسی ولایتی مسئول همایون سعادت خېل رسنیو ته ویلی:  (( موږ نن دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې، یوه په دلارام ولسوالۍ کې وه او بل په خاشرود ولسوالۍ کې وه، چې د دواړو پرژو په مرسته به شاخوا ۲۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره کړی.)) په ورته وخت کې په نیمروز کې ولایتی مسئولین هم د دغو پروژ هرکلی کوی او زیاتوی چې په دغه ولایت کې په ډېرو سیمو کې خلکو پاکو اوبو ته لاس رسی نه درلود.

د نیمروز ولایت د کلیو او بیارغونې رئیس مولوی محمد حق بشېر غوښتنه کوی، چې د نړیوالو موسسو له خوا دې نورې مرستې هم ورسره وشی.دی وایی: (( غواړو چې نړیوال په دې برخه کې پوره همکاری وکړی، چې نورو کورنیو ته هم د اوبو ورته شبکې جوړې کړی او تر څنګ یې د خلکو اړتیاوې پوره کړی.))په ورته وخت کې عام خلک د دغو پرژو د پلی کولو هرکلی کوی او زیاتوی، چې د څښاک پاکو اوبو ته یې لاس رسی نه درلود.د سیمی دوه اوسیدونکی عبدالخالق او احمدالله وایی: دوی به د څښاک ناپاکې اوبه له لرې سیمو څخه خپلو کورونو ته راوړلې.

هغوی زیاتوی:  (( زموږ کلیوالو دې ته زیاته اړتیا درلوده، پخوا به مو ناپاکې اوبه کارولې.))
(( داسې وخت راغلی دی، چې سهار موږ راپورته شوی یو، د اودسه اوبه مو هم نه درلودې. موږ د څښاک اوبه هم نه درلودې.))نه یوازې نیمروز، بلکې د هېواد په ډېری سیمو کې خلکو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لری او له ګڼو ستونزو سره مخ دی. هغوی له دولت او نړیوالو موسسو د ورته پروژو پلی کېدو غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید