روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په نړیوال دیپلوماتیک ډګر کې افغانستان رسمیت پېژندنې ته نږدې شوی

د افغانستان په نړیوال دیپلوماتیک ډګر کې  بشپړې رسمیت پېژندنې  ته نږدې شوی د افغانستان اسلامی امارت بهرنیو چارو وزارت د درېیم ریاست مشر ذاکر جلالی وایی، په مسکو کې د افغانستان سفارت رسماً د افغانستان نوی سفیر ته سپارل شوی او له دې وروسته ددواړو هیوادونو ترمنځ داړیکو د لا ټینګښت لپاره به کار کوی. جلالی وایی: روسیه په سیمه او نړۍ کې یو مهم هېواد دی  او له دې کار سره یې افغانستان نړیوالې رسمیت پېژندنې ته ور نږدې کړ. جلالی زیاته کړه: (( وړمه ورځ په مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامی امارت له لوری استول شوی ډیپلومات ته رسماً وسپارل شو او له دې وروسته به مسکو کې د افغانستان سفارت  د روسیې او افغانستان د اړیکو په تامین کې مثبت رول ولوبوی. همدا راز له نورو هیوادونو سره د اړیکو په تامین کې هم مثبت رول ولری،نو پر دې اساس موږ ورځ تربلې په دیپلوماتیک ډګر کې د بشپړې رسمیت پېژندنې په لور ګامونه اخلو او واټن لنډوو.))د چارو یو شمېر  شنونکی بیا په دې باور دی،چې د نړۍ تازه شرایطو او د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ سیالیو افغانستان ته د نړیوالې رسمیت پېژندنې شرایط برابر کړی دی،خو کابل ته په کار ده،چې هغه برخې هم بشپړې او معیاری کړی،چې په دغه برخه کې نړۍ ته مهمې دی. د سیاسی چارو شنونکی حکمت الله حکمت وایی: ((نړیوالو شرایطو ته په کتو د اسلامی امارت د رسمیت پېژندنې مسئله له بل هر وخت اوس په ښه حال کې ده،د دې لپاره،چې په عملی توګه دغه کار له ټولو هیوادونو سره همزمان وشی،موږ باید ځینې کورنۍ دندې ترسره کړو او دغه کورنۍ دندې د خپل ملت رضایت لپاره او له نړیوالو د مشروعیت اخېستلو لپاره اړینې دی.له ولس سره ډیالوګ، د ښوونې او روزنې پروسې سراسری پیل ، د مرستو شفاف وېش او د امنیت د ډاډمن کېدو لپاره د ولسونو همکاری.)) پخوانی ډیپلومات عزیز معارج بیا  وایی، په مسکو کې کابل ته د افغانستان د سفارت سپارل به پر نورې نړۍ هم اغیزه وکړی او د افغانستان رسمیت پېژندنې ته به یې وهڅوی .  معارج وایی،د هیوادونو ترمنځ د افغانستان پر سر سیاسی سیالیو د کابل لپاره ښه فرصت رامنځ ته کړی او اوسنی حکومت باید ترې ګټه واخلی. معارج  زیاته کړه: ((چین او روسیې د افغانستان یو دیپلومات منلی او شرق او غرب ټکرو ته په کتو سره دوی غواړی،چې اسلامی امارت ته امتیاز ورکړی او ځان ته یې جذب کړی. دا کېدای شی،چې په غربی نړۍ ناټو او امریکا هم تاثر وکړی او هغوی هم وهڅوی،چې خپل دیپلوماتان کابل ته راولیږی او د افغانستان د نوی حکومت ډیپلوماتان په خپلو هیوادونو کې ومنی او له طالبانو ( اسلامی امارت )سره دیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړی.)) پاکستان،ایران،ترکمنستان،قرقزسستان او چین هغه هیوادونه دی،چې د افغانستان د نوی حکومت ډیپلوماتان یې په خپله خاوره کې منلی،خو روسیه یوازینی هیواد دی،چې د ډیپلوماتانو  د منلو ترڅنګ یې د افغانستان سفارت هم ورسپارلی ،چې له دې سره د افغانستان درسمیت پېژندنې او د نړیوالو اقتصادی بندیزونو د لرې کولو هیلې زیاتې شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید