روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په نورستان کې د څلورو روغتیایی مرکزونو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوی

نورستان یو له هغو ولایتونو دی، چې اوسېدونکی یې د ژوند د نورو آسانتیاوو له نه شتون سربېره په روغتیایی برخه کې هم له ستونزو سره مخ دی، خو تازه د نورستان ولایتی چارواکی خبر ورکوی، چې په څلور ولسوالیو برګیمټال، کانتیوا، کامدیش او دواب کې د سوېډن کمېټې په همکارۍ د څلورو روغتیایی مرکزونو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوی، چې په نږدې راتلوونکی به یې ګټې اخیستنې ته وسپاری.

د نورستان والی حافظ محمد اغا حکیم ویلی: په پلان کې لری،چې راتلونکی کال به ۱۷ نور واړه او لوی روغتیایی مرکزونه په بېلابېلو سیمو کې جوړ کړی.

والی زیاتوی: ((په نورستان کې د سوېډن کمېټې له لوری د نورستان په کامدیش،دواب، بریګیمټال او کانتیوا ولسوالیو کې د څلورو روغتیایی مرکزونو چارې اتیا سلنه بشپړې شوی او په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی او پلان لرو ،چې راتلوونکی کال به ۱۷ نور روغتیایی مرکزونه په نورستان کې جوړ کړو؛ چې ورسره به په دې ولایت شته روغتیایی ستونزې تر ډېره حل شی.))

په همدې حال کې د سویډن کمېټې  مسئول ثاقب الله رحمتی وایی، چې د یادو روغتیایی مرکزونو چارې یې په هغو ولسوالیو کې پیل کړې وې؛ چې اوسیدونکی یې له ګڼو روغتیایی ستونزو سره مخ وو.

رحمتی زیاتوی: (( د سویډن کمېټې له لوری د نورستان په بېلابېلو ولسوالیو کې څلور روغتیایی مرکزونه چې مخکې ودانۍ او نور لازم روغتیایی لوازم نه درلودل اوس ورته راوړل شول او ځینې برخې چې تخریب شوې وې،هغه ورغول شوې او هڅه کې یو دغه ولایت روغتیایی ستونزو ته حل لاره پیدا کړو.))

اخوا د نورستان ځایی اوسیدونکی شاه محمود او محمد نور وایې، په دې ولایت کې روغتیایی خدمتونه په نشت حساب دی، چې له امله یې ډېر کله ناروغان د روغتیایی آسانتیاوو دکمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی.

(( په نورستان کې روغتیایی خدمتونه څه ډول چې لازمه ده نه شته او لامل یې همدا دی، چې دغه ولایت په هېڅ برخه کې لازم کار نه دی شوی، غوښتنه کوو ،چې باید نورستان کې روغتیایی مرکزونه ډېر او هم دې د خلکو روغتیایی ستونزو ته رسیده ګی وشی ،چې شته ستونزې حل شی.))

بل لور د نورستان د عامې روغتیا ریاست مرستیال عطا الله ساپی د خلکو ستونزې تر یوه بریده منی، خو وایی:  په دې ولایت کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې تر ډېره حل شوی او تمه لری، چې د یادو روغتیایی مرکزونو په جوړیدو سره به تر ډېره په دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې حل شی.

ساپی زیاتوی: (( په نورستان کې د پخوا په پرتله ټولو ولسوالیو کې روغتیایی ستونزې تر ډېره حل شوی او تمه لرو چې د یادو روغتیایی مرکزونو په جوړېدو سره به شته روغتیایی ستونزې هم تر ډېره حل شی او بیا هم هڅه کې یو چې ځینې ستونزې که د روغتیا په برخه کې وی دحل لپاره یې په هڅه کې یو.))

د مالوماتو له مخې،  په نورستان کې اوسمهال ۴۲ روغتیایی مرکزونه او یو روغتون فعالیت لری، چې د ځایی خلکو په خبره د ټولو ناروغانو ستونزې نشی حل کولای، چې د یادې ستونزې د حل په برخه کې د لا زیاتو روغتیایی مرکزونو د جوړیدو غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید