روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ننګرهار کې په شخصی لګښت د او بو ذخیره کولو لس بندونه جوړ شوی

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمیر رضاکارانو ځوانو د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو د اوبو ذخیره کولو لپاره ۱۲ کوچنی بندونه جوړ کړی دی.د یادو بندونو جوړونکی انجنیر پرویز شینواری رسنیوته ویلی، په وروستیو اورښتونو کې دغو چیک ډیمونو لږ تر لږه ۳۶زره متر مکعبه اوبه ذخیره کړې ،چې کروندګرو ته به یې د څو میاشتو لپاره ګټه ورسېږی.نوموړی وایی: یاد چک ډیمونه یې د هسکې مېنې ولسوالۍ په بېلابیلو سیمو کې جوړ کړی، چې په هر یوه یې تر ۱۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی دی.انجنیر پرویز شینواری زیاته کړه:  (( د دغو بندونو په جوړیدو سره به ۳۶ زره متره مکعبه اوبه ذخیره شی او همدارنګه په هر ډیم ۱۰۰ زره افغانۍ او په ځینو یې له دې هم زیات لګښت راغلی دی.))شینواری زیاتوی: له دې کار څخه یې هدف د بارانونو او سېلابونو پر مهال د بېځایه اوبو مخنیوی او مهارول دی.په همدې حال کې د هسکې مېنې ولسوالۍ دوه قومی مشران تورخان او صدرخان بیا له هیله مندی ښیی، چې د دغو کوچنیو بندونو جوړېدو سره به یې سیمه له وچکالۍ خوندی شی.((موږ د دغو ډیمونو له جوړېدو ډېر خوشحاله یو، ځکه تر دې وړاندې به په دې ولسوالۍ کې سېلابونو د خلکو ځمکې او کورونه وړل او د بارانونو اوبه ضایع کېدلې، نو د دغو چک‌ډیمونو په جوړیدو سره به شته ستونزې ټولې حل شی او دهقانانو ته به یې ګټه ډېره وی.)) بلخوا د ننګرهار چارواکی دیادې سیمې د ځوانانو د دې کار ستاینه کوی او د مرستې ډاډ ورکوی.د ننګرهار د سیندیزې حوزې رئیس سید فضل احد وایی: په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د کوچنیو بندونو سروې کړی او همدارنګه یې په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو پر مهال د کرنیزو ځمکو د ژغورل کېدو په هدف استنادی دېوالونه پیل کړی دی.احد زیاته کړه:  (( د ننګرهار په هسکه مېنه کې چې کوم د اوبو کوچنی بندونه جوړ شوی دا ډېر ښه کار شوی او همدارنګه موږ هڅه کې یو ،چې په بېلا بېلو ولسوالیو کې بندونه جوړ کړو او هم هغه ځمکې چې د سېلابونو پرمهال له خطر سره مخ دی استنادی دېوالونه جوړ کړو.))د اوبو د تنظیم د چارو کارپوهان وایی: دا ډول بندونه کولی شی چې په سیمه کې د سېلابونو مخه ونیسی او ورسره وچکالی هم ختمه کړی.دوی وایی: کوچنی چیک بندونه د اورښتونو د اوبو د ضایعه کېدو مخه نیسی، د سیلابونو ګواښونه کموی او سیمه له وچکالۍ ژغوری ،نو ځکه باید حکومت د کوچنیو بندونو جوړېدو ته ډېره پاملرنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید