د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسئولین وایی: ((د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار په ګډون د دغه ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې د تودو سیمو د ښوونځیو ازموینې پیل شوې، په سږنیو ازموینو کې به له شاوخوا ۷۰۰زره زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شی او همدارنګه زموږ یوه ارزیابی ښیی چې سږکال د کانکور په دولتی ازموینه کې به د ننګرهار د زده کوونکو نمرې ښې وی او زیات زده کوونکی به په یاده ازموینه کې بریالی شی.))
هغه همداراز د دغه ولایت په دولتی ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه منی او وایی، په همدې هدف ننګرهار ته د څلور زره ښوونکو بستونه ورکړل شوی اوهیله مند دی، چې د نویو ښوونکو په ګمارل کېدو سره به شته ستونزه تر یوه بریده راکمه شی.حقانی زیاتوی:((په ننګرهار کې په دولتی ښوونځیو کې د ښوونکو د کمبود ستونزه موجوده ده او په همدغه هدف د پوهنې وزارت ننګرهار ته د څلور زره ښوونکو نوی بستونه اعلان ته ورکړی، چې د دغو ښوونکو په ګمارل کېدو سره به تر ډېره په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شی.))
زده کووکونکی هم د سږنی کال ازموینو ته هیله من دی، خو د عملی زده کړو د زمینې برابرېدو غوښتنه کوی.
زده کوونکی: جواد احمد کلید ته وویل: (( زما په شمول ټول زده کوونکی ډېر زیات خوشحاله دی ، چې کلنۍ ازموینې مو را ورسیدې او په خیر سره به په دې ازموینو کې بریالی کېږم ځکه ډېره اماده ګی مې ورته نیولې او همدارنګه زموږ غوښتنه دا ده، چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو د ظرفیت لوړېدو لپاره پوهنې وزارت زیات کار وکړی.))