روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ننګرهار کې د غلو او انسان تښتوونکو ډله نیول شوې

سیمه ییز امنیتی چارواکی وایی، په ننګرهار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غلو او انسان تښتوونکو یوه اوه کسیزه ډله نیول شوې ده.د ننګرهار د استخباراتو رئیس ډاکتر بشېر وایی: په نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دی، چې د طالبانو له نامه په ګټنې به یې د خلکو له کورونو غلاوې کولې.ډاکتر بشېر زیاته کړې، چې دغه غله او انسان تښتوونکی د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.په نیول شویو کسانو کې هغه هم شامل دی، چې د کابل – جلال آباد پر لویه لار یې له خلکو موټر غلا کول او بیا به یې په جلال آباد یا کابل کې پلورل.د ننګرهار چارواکی وایی، د غلاو او انسان تښتوونکو په وړاندې یې دریځ جدی دی او هېچاته به دا اجازه ورنه‌کړی چې د ښار امنیت وننګوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید