روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ننګرهار کې د طالبانو د هیروئینو لویه فابریکه له‌منځه وړل شوې

ملی دفاع وزارت وایی: د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د هیروئینو لویه فابریکه له‌منځه وړل شوې او په لسګونو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.د دې قول اردو د درېیمې لوا قوماندان جنرال محمد کریم نیازی د دغو عملیاتو په اړه په غږیز پیغام کې چې ملی فاع وزارت وړمه شپه له رسنیو سره شریک کړی وویل: (( د مخدره موادو ،چې د دوی عایداتی سرچینې دی، لویه کارخانه‌یې په عملیاتو کې د ښکېلو د افغانستان د اتلو ځواکونو له‌خوا کشف او مخدره مواد یې وسوځول شول.))نیازی زیاته کړه: د طالبانو د هیروئینو د کارخانې د ویجاړولو ترڅنګ ځواکونو د هغوی زر بوجۍ چرس هم وسوځول.نیازی دغه‌راز ادعا وکړه، چې په دې عملیاتو کې ۱۵۰ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د هغوی ۱۲۰ حلقې ماینونه هم شنډ کړای شوی دی. ]u�]u�=۷yڲ

ممکن است شما دوست داشته باشید