روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ننګرهار کې د درملو بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړی دی

د ننګرهار اوسېدونکی شکایت کوی ،چې د ناروغیو پر زیاتېدو سربېره په جلال آباد ښار او ولسوالیو کې د درملو بیې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوې، چې بېوزله ناروغان یې د اخیستو توان نه لری.عام خلک د عامې روغتیا ریاست پر چارواکو هم نیوکه کوی،چې په درملتونونو او روغتیایی مرکزونو پوره څار نه لری او همدا لامل دی،چې بیې لوړې شوی دی.د ننګرهار دوو اوسېدونکو ګل احمد او شاه ولی رسنیو ته ویلی: (( لامل یې د عامې روغتیا د مسئولینو پوره نه پاملرنه ده، چې هر ډاکټر د درملو بیې لوړې کړې دی، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې باید د درملو د لوړې بیې مخنیوی وکړی او هم دې خلکو ته په وړیا ډول روغتیایی خدمتونه وړاندې شی، څو د خلکو روغتیایی ستونزې حل شی. )) بل لور ته درمل پلورونکی هم منی چې بیې لوړې شوې، خو وایی د محصول د څو چنده لوړېدو له امله په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.دوی له اسلامی امارته غواړی چې د تورخم له لارې دې هېواد ته د درملو وارېدولو ته اجازه ورکړی. )) زیاتره درملو ته د تورخم له لارې په آسانۍ اجازه نه ورکول کېږی او یا که کوم درمل هېواد ته راوړل کېږی، نو محصول پرې زیات راځی او همدارنګه په بازارونو کې هم درمل نشته چې له امله یې د درملو بیې لوړې شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړی دی. )) په ورته وخت کې بیا په ختیځ کې د درمل پلورونکو ټولنې مشر ډاکټر نجیب الله صاحبزاده په هېواد کې وروستی سیاسی بدلون د دې چارې ستر لامل یادوی.

دی وایی: له همدې امله د دوی کارونه هم ټکنی شوی دی.

صاحبزاده زیاتوی: (( افغانستان د درملو په برخه کې یو وارېدونکی هېواد دی او زموږ زیاتره درمل له پاکستانه راځی، نو هلته په خپله هم د درملو بیې لوړې شوې او همدارنګه دلته د تورخم له لارې د محصول په برخه کې ستونزې شته چې په درملو زیات محصول راځی،نو درمل پلورونکو ځکه د درملو بیې لوړې کړی دی، له حکومت هم غواړو چې د درملو وارېدولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړی. ))

روغتیایی چارواکی بیا د درملو د بیو لوړېدل ټول شموله ستونزه بولی او وایی: نه یوازې په افغانستان بلکې په نړیوالو بازارونو کې هم د درملو بیې لوړې شوی دی.د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر امیر محمد افتاب درمل پلورونکو ته خبرداری ورکوی چې که په خپل سری ډول یې د درملو بیې لوړې کړې، له قانونی چلند سره به مخ شی.

افتاب زیاته کړه: (( نو بیې یو څه لوړې شوې، په دومره کچه هم نه دی لکه څومره چې اوس خلک شکایت کوی او یا یې درملتونو کې بیې لوړې دی. که هر څوک د درملو احتکار کوی او یا یې بیې لوړې له قانونی چلند سره به مخ شی. )) پر دې سربېره ولسی خلک وایی: هغه روغتیایی مرکزونه چې اوس په لرې پرتو ولسوالیو کې فعال دی، په کافی اندازه درمل او نور روغتیایی امکانات نه لری، چې له امله یې خلک مجبورېږی خصوصی روغتونونو ته خپل ناروغان د درملنې په هدف یوسی.د هېواد په نورو سیمو کې هم د روغتیا په برخه کې د امکاناتو نشتوالی، خلکو ته لوی سرخوږی دی، خو د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ مرکز (اوچا) ویلی، د افغانستان له روغتیایی سکتور سره به ۴۵ میلیونه ډالر مرسته کوی چې د بیړنو مرستو د صندوق له لارې ورکول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید