د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ننګرهار امنیتی چارواکی دې ولایت کې د داعش ډلې د رسنیو د غړی د نیول کېدو خبر ورکوی.
د ملی امنیت صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، وړمه شپه ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ خوشګمبد په سیمه کې ځانګړی شپنی عملیات کړی، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د رسنیو غړی ژوندی نیول شوی دی.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس جلال نومیږی، چې مشهور په انتظار وو او د داعش ډلې لپاره یې له مختلفو لارو تبلېغات کول.خبرپاڼه وایی: د معلوماتو پراساس نیول شوی کس د جلال آباد ښار او چپرهار ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې فعال غړی وو او په ځانګړی ډول یې د رسنیو په برخه کې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.د ملی امنیت خبرپاڼه دغه راز وایی، چې نیول شوی کس د داعش ډلې اکثره لوړ پوړو قوماندانانو او استخباراتو غړو سره مستقیم تماس درلود.دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د طالب او داعش وسلوالو پر وړاندې د ملی امنیت ځواکونو لاسته راوړنې ډېرې شوی او په ترڅ کې یې د یادو ډلو د مهمو کسانو د نیولو یا هم وژل کېدو خبرونه ورکول کېږی.