د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په ننګرهار کې د اسلامی امارت په راتګ سره د جنایی جرمونو کچه ۸۰ سلنه راکمه شوې ده.د ننګرهار امنیتی چارواکی وایی: په یاد ولایت کې یې د جنایی جرمونو د مخنیوی په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړې دی.دغه څرګندونې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکو تېره یکشنبه په یو خبری کنفرانس کې وکړې.د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مولوی محمد طاهر مبارز په همدې تړاو په یو جوړ شوی خبری کنفرانس کې وویل: په دې ولایت کې د جنایی جرمونو کچه د پخوا په پرتله ۸۰ سلنه راکمه شوې.هغه وایی: په دې لړ کې یې د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په جلال آباد ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د غلا، قتل، انسان تښتونې، قاچاق، کمېشنکارۍ او نورو جنایی جرمونو په تور ۱۱۰ کسان نیولی دی.هغه وایی: له نیول شویو کسانو یې ۲۵ میله وسلې او همدارنګه نور مختلف مواد ترلاسه کړی دی.د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مولوی محمد طاهر مبارز زیاتوی: (( په دې وروستیو کې یې د نېشه یی توکو د مخنیوی په برخه کې مبارزه ګړندۍ کړې او یوازې په تېره میاشت کې یې په ننګرهار کې د نېشه یی توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور ۱۳ کسان نیولی دی.د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مولوی محمد طاهر مبارز زیاته کړه: (( دغه ولایت کې موږ د جنایی جرمونو د کنترول او مخنیوی ترڅنګ د نېشه یی توکو پر وړاندې مبارزه هم پیل کړې او په دې لړ کې مو په تېره یوه میاشت کې ۱۳ تنه دنېشه یی توکو د قاچاق پېر او پلور په تور نیولی او هم خپلو هیوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې په دې برخه کې به شته ستونزې حل شی.))بل لور ته ولسی خلک د اسلامی امارت له چارواکو غوښتنه کوی،چې نیول شویو کسانو ته دې سخته سزا ورکړی.دوی د اسلامی امارت له چارواکو غوښتنه کوی، چې د خلکو د ژوند خوندیتوب ته دې ځانګړنې پاملرنه وکړی. (( په دې وروستیو کې په جلال آباد ښار او ولسوالیو کې جنایی پېښې زیاتې شوی، لکه هدفی وژنې، انسان تښتونې او نور. نو زموږ غوښتنه له اسلامی امارت دا ده چې نیول شویو کسانو ته دې سزا ورکړی، څو نور هغه کسان چې دا ډول جرمونه ترسره کوی ورڅخه عبرت واخلی.))که څه هم امنیتی چارواکی د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوی ،خو بل لور ته د جلال آباد ښار اوسېدونکی وایی: په دې ورورستیو کې هدفی وژنو، غلاوو، اختطاف او نورو جنایی پېښو زیاتېدو اندېښمن کړی دی.