روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ننګرهار پوهنتون کې د (Poster Presentation) تر سرلیک لاندې څېړنیز  نندارتون جوړ شو

د ننګرهار پوهنتون مسئولین وایی ،چې په دې پوهنتون کې د (Poster Presentation) تر نامه لاندې څېړنیز نندارتون جوړ شو، چې د وترنری پوهنځۍ د ۱۰۹ تنو محصلینو څېړنیزې پروژې په کې نندارې ته وړاندې شوې.په دغه نندارتون کې د وترنری پوهنځۍ د وروستی کال محصلینو دغه پروژې د عامې روغتیا، حیوانی محصولاتو تولید، ساتنې، حفظ الصحې، حیوانی صحت، د مالدارۍ اړوند چرګانو، د شاتو مچیو، غواګانو، پسونو، وزو روزنې، فارمینګ منیجمینټ، د غذایی موادو انالایزیز، زونوټیک او نورو حیوانی ساری ناروغیو په اړه د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ترسره او نندارې ته یې وړاندې کړې.د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یادو محصلینو کړې څېړنې وستایلې او ویې ویل، چې اوس د یاد پوهنتون محصلین د تیوری زده کړو سربېره عملی زده کړې هم ترسره کوی.د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د ننګرهار پوهنتون د اداری او مالی چارو مرستیال پوهنیار قاضی خالد صداقت د نورو پوهنځیو او څانګو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې ورته برنامې جوړې او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو څېړنې وکړی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید