روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ننګرهارکې له ۳۲ کلونو وروسته د باچاخان مزارجوړیږی

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښارکې لسګونه کلونه وروسته د باچاخان مزار  او کمپلیکس جوړیږی.

دا مزار د فخرافغان باچاخان تر مړینې  ۳۲ کاله وروسته جوړیږی.چارواکی وایی: په دې کمپلېکس کې د باچاخان دمزار سربیره کتابتون او د غونډو تالار هم فعالېږی.فرهنګیان وایی : دا کمپلېکس به راتلونکی کې د لر او بر افغانانو ترڅنګ د سیمې هېوادونو د راغلو کسانو د فکری لېږد، فرهنګی او کلتوری غونډو یو ښه مرکز وی.د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼی وایی، د باچاخان د مزار او کمپلېکس چارې په ۲۰۰۱ میلادی کال کې پیل شوې، خو د بېلابېلو لاملونو له امله په ټپه ودرېدې.نوموړی زیاتوی: د دې مزار د جوړیدو چارې بیا ځلې په ۲۰۱۹ میلادی کال کې د ولسمشر غنی د حکم له مخې د خصوصی شرکت له لوری پیل شوې.ده زیاته کړه :د باچاخان مزار او کمپلېکس په شاوخوا ۵ جرېبه مځکه کې جوړیږی، چې په ټوله کې پرې ۵۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.فرهنګیان دا کمپلېکس د لر او بر پښتنو ترمنځ د اړېکو د غښتلتیا ښه لار بولی او وایی ،چې په دې سره به په سیمه کې د فکری، کلتوری، هنری آن سیاسی اړخه نوی حرکت پیل شی.د ادب یو شمېر پوهان او تاریخ لوستونکی بیا وایی، چې د باچا خان د مزار او کمپلېکس له جوړېدو سره په سیمه کې د ګندهارا د مدنیت د راژوندی کېدو څرکونه ترسترګو کېږی.دوی وایی: د ګندهارا یادونه د هندوانو په سپیڅلو متونو ویدی سرودونو کې شوې ده، چې مانا یې د رڼا ګانو ځای دی.دوی وایی: له دې وړاندې فرهنګی اړخ کې دلته ستونزو شتون درلود ،خو په دې سره به په دې برخه کې شته ستونزې یو څه پای ومومی.فرهنګیان خوښ دی، چې حکومت په ادبی برخه کې دومره لوی پام کړی دی. فخر افغان باچاخان په ۱۸۹۰ کال کې د پښتونخوا د چارسدې سیمې په اتمانزو کلی کې زېږېدلی و.نوموړی د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په شلمه په پېښور کې ومړ او له خپل وصیت سره سم په جلال اباد ښارکې خاورو ته وسپارل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید