د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
راپورونه وایی: د میانمار امنیتی ځواکونو وړمه ورځ پر دیموکراسۍ پلوه مظاهرهچیانو ډزې کړی ۵ کسانیې وژلی دی.دوو خبری اژانسونو راپور ورکړی، چې امنیتی ځواکونو په مرکزی ښارګوټی مونیوا کې د مظاهرهچیانو پر ډلې ډزې وکړې.د باګو په نامه آنلاین خپرونې راپور ورکړی، چې بل کس په جنوبی ښارګوټی تاتون کې وژل شوی دی.
د فبرورۍ له لومړۍ نېټې، چې پوځ په میانمار کې کودتا کړې، نږدې هره ورځ خلک ،چې پر وړو وړو ډلو سره وېشل شوی په لویو او وړو ښارونو کې په مظاهره راوځی.دوی د انګ سان سوچی په مشرۍ د ملکی حکومت د بیا واکمنېدو غوښتنه لری او د پوځی کودتا مخالفت کوی. له هغې راهیسې په مظاهرو کې تر ۵۵۰ ډېر کسان وژل شوی دی. مظاهره کوونکی، چې غوښتل یې هویتیې پټ پاتې شی، روېټرز خبری اژانس ته ویلی: امنیتی ځواکونو په پرلهپسې ډول بېسدوونکی لاسی بمونه او مرمۍ کارولې.