روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ملی حکومت کې د ولس او نظام ژبه یوه وی!

سلیمان سعید «غلجی»

هر ولس ملی ارزښتونه، مقدسات او یا په بله اصطلاح «سرې کرښې» له ځانه سره لری. ولسونه هېڅکله په ټولیزه توګه له خپلو معنوی ارزښتونو او ملی ګټو نه تېرېږی، البته په هره زمانه او هر ولس کې یو شمېر داسې خلک هم وی، چې د پردیو په اشاره؛ د یو څو پیسو په بدل کې د خپل ولس خلاف راپورته کېږی، خپل معنوی ارزښتونه، ملی ګټې او مقدسات سپکوی، لیلاموی او پر ځای یې پردی رسم، رواج، کلتور او قانون ته کار کوی. کله کله بیا د پردیو په زور او د ولس د کمزورۍ له امله همدغسې کم اصله خلک واکمنان جوړېږی.

زموږ هېواد؛ چې په هره زمانه کې د پردیو تر یرغل او تجاوز لاندې راغلی، نو په موږ  هم کله کله همدغه شان نا اهله او کم اصله خلک د واکمنانو په توګه تحمیل شوی. البته په تاریخ کې بیا د دغه شان غلامانو او ګوډاګیانو حیثیت هم ډېر ښه معلوم دی.

دغه ډول خلک چې کله واک ته ورسېږی، د خپلو بادارانو کلتور، قانون او نظریې ته کار کوی، چې په دې صورت کې بیا حتماً خپل معنوی ارزښتونه ښکنځی او د خپلو ملی ګټو پر ځای، د خپلو بادارانو اهداف تعقیبوی.

کله چې خلق او پرچم په سردار محمد داؤد خان کودتا وکړه، هغه یې شهید کړ او کمونستان د واک پر ګدۍ کښېناستل، نو په ډېره لږه موده کې یې داسې فرمانونه صادر کړل، چې هر یو حکم یې د ملت له دینی او ملی ارزښتونو خلاف او د کفر، بې دینۍ او کمونیستی نظریې ته د دعوت په معنی وو او د خپلو ملی ګټو پر ځای یې، د شوروی اتحاد ګټو ته کار کاوه. افغانی کمونستانو خپل هېوادوال په دې جرم وژل، بمبارول او بندیانول چې ولې د مارکس او لینین نظریه نه منی او د شوروی اتحاد ګټو ته ولې خنډونه جوړوی.

همدغه راز د صلیبی یرغل زېږنده (سیکولر) رژیم کې هم په همدغه حال و. ټول هغه خلک په کې راټول شوی وو چې خپل دینی او ملی ارزښتونه یې نه پېژندل، د کفر او اسلام په توپیر نه پوهېدل یوازنی هدف یې د خپلې خېټې ډکول وو. دغه ډول کم اصله خلکو ته د خپل ولس معنوی ارزښتونه او تقدسات هېڅ اهمیت نه لری، نو تېر رژیم کې هم ځینې یې په شعوری توګه لګیا وو، دیموکراسی، سیکولریستی او الحاد ته یې کار کاوه او ځینې نورو یې کرایی بڼه درلوده، چې خپل ایمان او ضمیر یې د څو پیسو په بدل کې پلورلی و او فقط د خپلې خېټې ډکولو لپاره یې په غیر شعوری توګه د غربیانو شعارونه ورسره بدرګه کول او په مزدوره اداره کې یې کار کاوه.

تېر غلام رژیم خپل هېوادوال له دې امله وژل، بمبارول او زندان ته اچول، چې ولې دیموکراسی نه منی، ولې د غربیانو کلتور، قانون او نظریه نه منی او ولې د غرب ګټو ته خطر جوړوی.

حال دا چې افغان ولس د نړۍ په سطحه یو متدین او سوچه مسلمان ملت دی، د افغانستان خلک اسلامی نظام غواړی، خپل کلتور غواړی، دینی او ملی ارزښتونه یې سرې کرښې دی او په هېڅ صورت د چا غلامی نه منی،خو تپل شوی واکمنان حتماً د همدغو افغانی اصولو خلاف کړنې تر سره کوی، د هغوی لپاره د خپل بادار نظریه او ګټې مهمې وی، ځکه خو یې هره ناره او هره خبره د ولس خلاف وی.

په تېرو شلو کلونو کې مو ولیدل چې د افغان ملت او مزدورې ادارې تر منځ په هره برخه کې څومره واټن موجود و! وجه یې دا وه چې تپل شویو حاکمانو شپه ورځ د خپلو دینی او ملی ارزښتونو خلاف نارې وهلې، هرې خبرې او هرې کړنې یې حساسیتونه پارول او ورځ تر بلې د خلکو نفرت ورسره زیاتېده.

د غنی چیغې خو به مو په یاد وی چې عسکرو ته ویل: ستاسې له برکته نیویارک او واشنګټن په امن دی! تاسې د دیموکراتیکو ارزښتونو ساتونکی یاست او ستاسې له برکته تېرې شل کلنې لاسته راوړنې (!) خوندی دی!

حال دا چې افغان ملت ته د نیویارک او واشنګټن امنیت هېڅ اهمیت نه لری او هېڅ مور نه غواړی چې زوی یې د واشنګټن په دفاع کې ووژل شی، افغان ملت مسلمان دی، اسلامی نظام غواړی او دیموکراتیک ارزښتونه ورته دوه روپۍ ارزښت هم نه لری، همداراز د شل کلنو لاسته راوړنو په معنی خو ټول پوهېږی! لنډه دا چې د پردیو له خوا تپل شوی حکومتونه همېشه د خپلو ملی ګټو او ارزښتونو خلاف وی او له همدې امله په ولس کې هېڅ ریښه او ملاتړ نه لری، ولس یو څه وایی او تپل شوی حاکمان بل څه!

د تېر شل کلن دور حاکمې ادارې بې دینی غوښته، افغان ولس اسلام غوښت، دوی ته د غرب ګټې مهمې وې، افغان ولس ته خپلې ګټې، دوی د غربیانو کلتور، فکر او نظریې ته کار کاوه، خو افغان ولس ته خپل ارزښتونه مهم و، نو د همدغو اختلافاتو پایله دا شوه چې بالآخره نظام راوپرځېد او پر ځای یې؛ هغه خلک واک ته ورسېدل چې د ولس له منځه راټوکېدلی، د ولس په ډوډۍ پالل شوی، د ولس په زړونو کې ځای لری او هره کړنه او خبره یې له ولس سره شریکه ده.

اوس چې حکومت ملی دی، نو حاکمان د پردیو ګټو پر ځای، خپلې ملی ګټې تعقیبوی، د پردیو نظریو پر ځای، اسلامی نظام مستحکم ساتی، د پردی کلتور پر ځای، خپل کلتور او ارزښتونه او د نیویارک او واشنګټن د امنیت پر ځای، د کابل امنیت ورته مهم دی!

په دې لړ کې یوه یادونه دا هم ضروری ده، چې ملی حکومت که نړېږی، نو د بهرنی یرغل له امله نړېږی، خو پردییپاله او غلام حکومتونه همېشه د هېواد له داخله؛ د ولس په لاس نړېږی او هېڅکله دوام نه شی کولی، فقط تر هغه وخته چلېږی، څو چې بادار یې ورسره مل وی!

ممکن است شما دوست داشته باشید