روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په لغمان کې ۱۶ طالبان وژل شوی

د لغمان په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې ۱۶ طالبان وژل شوی او څلور نور یې ټپیان شوی دی.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند سیدمقصود، رسنیو ته په لېږل شوو مالوماتو کې وېیلی ،چې افغان ځواکونو په الیشنګ ولسوالۍ کې د طالبانو د هاوان د یو نښان وېشتونکی په ګډون ۱۲ طالبان وژلی او دوه نور یې ټپیان کړی دی.په مالوماتو کې راغلی ،چې ملی اردو ځواکونو بیا همدا وړمه شپه د پادپښ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې هم د موخیزو عملیاتو پر مهال یو طالب وژلی او دوه نور یې ټپیان کړی دی.بل لور ته بیا پرون سهار د لسو بجو په شاوخوا کې په الیشنګ ولسوالۍ کې پر طالبانو هغه هاوان چاودنه کړې چې غوښتل یې د ولسوالۍ پر تعمیر یې وتوغوی.ځایی چارواکی وایی، پېښه کې دری طالب وسله وال وژل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید