روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په لغمان کې د کور د نړېدو له امله ۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د لغمان ځایی مسئولین وایی، د لغمان اړوند د مهترلام بابا کمپ ګلدار سیمه کې پر یوې کورنۍ چت پرېوتی، چې له امله یې یوه ماشومه وژل شوې او پنځه نور ټپیان شوی دی.د لغمان له ولایت مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، د دغه کور چت د ډېر ورښت له امله نړېدلی، چې له امله یې پنځه کلنه ماشومه وژل شوې او پنځه نور ټپیان شوی چې نارینه او ښځې په کې شامل دی.له تېرې اوونۍ راهیسې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې سختې واورې او ورښتونه وشول، چې له امله یې ځینو خلکو ته ځانی او مالی زیانونه واوښتل.

++++

ورک شوی ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کابل په هوایی ډګر کې د ورک شوی ماشوم پیدا کېدو او خپلې کورنۍ ته د سپارل کېدو خبر ورکوی.له دغه وزارته په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږی چې د کابل ښار د ۱۵مې امنیتی حوزې منسوبین پیدا شوی ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته سپاری.

دغه ماشوم پنځه میاشتې وړاندې د کابل په هوایی ډګر کې د تخلیې عملیاتو پر مهال پاتې شوی او د یو هیوادوال له لوری تر پیدا کېدو وروسته د هغه سرپرستی کېدله.د ۱۵مې امنیتې حوزې منسوبینو هغه تر پېژندنې وروسته خپلې اصلی کورنۍ ته سپارلی دی.د یادولو وړ ده چې له کابل هوایی ډګره د تخلیې عملیاتو پر مهال ورته نورې پېښې هم رامنځته شوې دی.یو بل افغان ماشوم چې امریکایی عکسرو ته د تخلیې عملیاتو پر مهال سپارل شوی و، څه موده وړاندې په امریکا کې خپلې اصلی کورنۍ ته وسپارل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید