د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغان حکومت اوبو او انرژۍ وزارت په لغمان کې د (( وطن ګټو)) بند لومړنۍ سروې د تر سره کېدو خبر ورکوی.دغه وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلی، چې یاده سروې څو ورڅې مخکې پای ته ورسېده او د بند چارې به ډېر ژر په عملی بڼه پیل شی.ددې وزارت د معلوماتو له مخې، د وطن ګټو بند د اوبو چارو د تنظیم ملی ادارې لویه پروژه ده، چې د اوبو مدیریت، د برېښنا تولید، د موسمی سېلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې د اوبو سرچینو پیاوړتیا، د چاپېریال ساتنې او خلکو ته د کار پیدا کولو په موخه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې جوړېږی.یاد وزارت دغه شان وایی: د وطن ګټو بند چې ۳۰ متره لوړوالی لری؛ ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کولای شی او د ۴ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم ولری.د اوبو او انرژۍ وزارت په داسې کې دا خبره کوی، چې په دې ورستیو کې موسمی سېلابونو د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې خلکو ته مالی او ځانی زیانونو اړولی.