روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په لغمان کې د نیمګړو پروژو چارې پیلېږی

د لغمان والی زین العابدین عابد رسنیو ته ویلی، چې دوی د ولسونو د آسانتیاو لپاره له ځینو سیمو لیدنه کړې او د هغوی د غوښتونو پر اساس چې آسانتیاوې رامنځته شی، ډېر ژر به د هغو پروژو نیمګړې کارونه پیل شی چې له تېر نظام پاتې وې.عابد زیاته کړه: (( موږ په لغمان کې د ټولو نیمګړو پروژو د پیل لپاره پلان لرو او په ځینو یې له کار له وخته پیل شوی، چې له مخې به یې په دغه ولایت کې خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شی او هم به په دغه ولایت کې هغه پروژې چې له تېر نظام نیمګړې پاتې وې؛ بشپړې شی.))نوموړی وایی: په یادو پروژو کې سربندونه، کانالونه او نورې پروژې شاملې دی، چې په پلی کېدو سره به لس زره جریبه ځمکه خړوبه شی.د لغمان والی په دغه ولایت کې ولسونو ته د متوازن انکشاف د رامنځته کېدو ډاډ ورکوی او ټینګار یې وکړ، چې دغه پروژه به د کیفیت له اړخه په بنسټیزه توګه ترسره شی.عابد زیاتوی: ((کومې پروژې چې په لغمان کې نیمګړې پاتې وې، اوس پرې کار پیل شوی، په دې کې کانالونه، د اوبو بندونه او نورې پروژې شاملې دی. په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه هم خړوبه شی او هم به خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شی.))ولسونه د حکومت د یاد اقدام د هرکلی تر څنګ غوښتنه کوی ،چې په دغه ولایت کې دې د نیمګړو پروژ پاتې چارې ژر پیل کړی.د خلکو په خبره، امنیت تر پخوا ښه شوی او حکومت ته ښه فرصت دی، چې د بیارغوونې په برخه کې لاس په کار شی.د لغمان دوه قومی مشران: (( په لغمان کې زیاتې پخوانۍ نیمګړې پروژې پاتې دی. حکومت ته پکار ده چې یادې پروژې دې ژر پیل کړی او په دې پروژو سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شی. زیاتره پروژې چې پخوا تکمیلې شوې، کیفت یې ښه نه دی، نو د کیفیت له اړخه دې ډېر پام وشی.))د لغمان ولایتی چارواکی داسې مهال په دغه ولایت کې د بنسټیزو پروژو د پلی کېدو او په دې برخه کې د پلان خبر ورکوی چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې خلک له متوازنو انکشافی پروژو شکایت کوی او له حکومت په دې برخه کې د پراختیایی پروژو د پلی کېدو غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید