روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په لسو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلېږی

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست مسوولین وایی، سر له ننه به د هېواد په لسو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شی.د پاسپورټونو رییس عالم ګل حقانی وایی نن پنجشنبه به په پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګو، غزنی، دایکنډی، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شی. نوموړی په کابل کې غونډې ته وویل: په کابل کې د پاسپورټ ریاست تخنیکی ستونزې لا حل شوی نه دی او په کابل کې لا هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې نه ده.ښاغلی حقانی زیاته کړه، د بایومټریک نوی ماشینونه یې راوړی دی؛ خو تر اوسه یې نصب کړی نه دی.:(( له افغانستان څخه د بهرنیانو د وتلو پرمهال دوی په کورنیو چارو وزارت کې د بایو مټریک دستگاوې خرابې کړی او ځینې معلومات یې له ځانه سره وړی دی.))د پاسپورټ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په کابل کې یې تر اوسه ۶۰ کمېشنکاران نیولی دی، چې ډېری یې د دغه ریاست کارکوونکی وو.دوې اوونۍ وړاندې د هېواد په اوو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شوې وه او د دغه ریاست د معلوماتو له مخې ډېر ژر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ د ورکړې لړۍ پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید