د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دفراه ولایت په فراه رود والسوالۍ کې له یوې دینی مدرسې د فراغت غونډه کې دینی عالمانو پر عصری او دینی زده کړو ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل،چې پر خپلو ماشومانو باندې تعلیم وکړی.
دوی د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او هغه کسان یې غوره وبلل،چې زده کړې یې کړی دی.
لا هم د بېلا بېلو ستونزو له امله له شپږم ټولګی پورته د نجونو ښوونځی او دولتی پوهنتونونه نه دی پیل شوی،چې خلک یې تل د بیا پیلېدو غوښتنه کوی.د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقی حقانی څو ورځې وړاندې ډاډ ورکړ،چې ډېر ژر به دولتی پوهنتونونه پیل شی.