روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په فراه کې د یو میلیون امریکایی ډالرو په ارزښت نېشه یی توکی له منځه وړل شوی

په فراه ولایت کې افغان او بهرنیو هوایی ځواکونو د هیروئینو جوړولو پر کارخانو بریدونه کړی او طالبانو ته یې نږدې یو میلیون امریکایی ډالر زیان ور اړولى دى.

په تېرو لسو ورځو کې دا دوهم ځل دى چې افغان او بهرنی ځواکونه په ګډه د فراه ولاىت په بکوا ولسوالۍ کې د نېشه یی موادو جوړولو پر کارخانو هوایی او مځکنی برىدونه کوی.

د افغانستان د کورنىو چارو وزارت وىاند نصرت رحىمی ازادۍ راډىو ته وىلی چې د کشفی او استخباراتی معلوماتو پر اساس ىې د بکوا ولسوالۍ په اشکن، پلواش او سپىن کارېز سىمو کې (۶۸) کارخانې وىجاړې کړې، د دې کارخانو کارکوونکو ته ىې درنه مرګ ژوبله اړولې او نږدې د ىو مىلىون امریکایی ډالرو په ارزښت نېشه یی مواد ىې هم له منځه وړی دی.

ده ووىل: (( دا (۶۸) کارخانې د مځکنىو او هوایی بریدونو په نتىجه کې په بشپړ ډول وىجاړې شوی دی، دې عملیاتو هېڅ ډول ملکی تلفات نه درلودل، دا هغه کسان وو چې له طالبانو سره ىې ىو ځاى په دې کارخانو کې کار کاوه، کله چې بمباری پرې وشوه (۱۵۰) کسان ووژل شول او څلوېښت نور یې ټپیان شول.))تېره اوونۍ د افغان ملی پوځ هوایی ځواکونو د بکوا ولسوالۍ د اشکن په سىمه کې عملىات وکړل چې په نتىجه کې ىې د نېشه یی موادو ىوه لوىه زېرمه له منځه ىووړه.د افغانستان د کورنىو چارو وزارت څېړنې ښیی چې په دې کارخانو کې د ورځې د لسګونو زرو امرىکایی ډالرو په ارزښت هىروئىن جوړېدل او ټوله ګټه وټه طالبانو ته رسېده، خو وسله والو طالبانو بىا د ىوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نېشه یی موادو په تولىد کې لاس لرل رد کړی دی.په ملی شورا کې د فراه ولایت یو استازى وایی چې طالبان د فراه ولاىت په بکوا، ګلستان، خاک سفىد، پُشت رود او بالا بلوک ولسوالىو کې پوره واک لری، د دوى تر واک لاندې سىمو کې کوکنار کرل کېږی او د هىروئىنو جوړولو کارخانې هم فعالیت کوی.په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازى ګل احمد اعظمی وایی: د نېشه یی موادو د تولىد ډېرى کارخانې د استوګنې په سىمو کې جوړې شوی دی، ځکه نو په وروستىو عملىاتو کې ملکی خلکو ته هم مرګ ژوبله وراوښتې ده.دى زىاتوی: (( بکوا د فراه ولاىت له ناامنو ولسوالىو څخه ده، هلته دولت واک نه لری، د کوکنارو کښت، تولىد او د نېشه یی موادو تجارت پکې آزاد دى، هغو خلکو چې د پېښې له ځایه ىې له موږ سره اړېکې نىولی، وایی چې ملکی خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، ځکه چې کارخانې د استوګنې په سىمو کې دی، د ملکی مرګ ژوبلې تر څنګ د نېشه یی موادو جوړولو یو شمېر کارخانې هم ویجاړې شوی، موږ د نېشه یی موادو د کارخانو د ویجاړولو پلوىان ىو، خو باید د عامو خلکو ژوند ته هم پام وشی.))که څه هم د سىګار ادارې د راپور له مخې امرىکایی ځواکونو د روان مىلادی کال په لومړیو کې د نېشه یی موادو د تولىد پر کارخانو خپل هوایی برىدونه درولی، خو د افغانستان د کورنىو چارو وزارت وایی چې بهرنی ځواکونه اوس هم د نېشه یی موادو د جوړولو پر کارخانو هوایی برىدونو کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید