د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د طالبانو د انشعابی ډلې مشر ملاعبدالمنان نیازی ادعا کوی، چې د ننګرهار د غنی خېلو پرونی برید د طالبانو د ملا هبت الله اخوندزاده ډلې کړی دی.د ننګرهار په وړمې ورځې برید کې، د څو پولیسو ترڅنګ ۱۳ ملکیان شهیدان شول او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شول. اکثره وژل شوی کسان ښوونځی ته تلونکی او یا ورڅخه رخصت شوی زده کوونکی وو.طالبانو د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. د دې ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی ،چې په دې اړه تحقیق کوی چې ایا دا برید دوی کړی او که یې نه دی کړی، خو ملا عبدالمنان نیازی وایی: (( په شینوارو کې وحشت او بربریت د طالبانو د پیښور شورا د ملا شیرین د انډیوالانو جنایت دی. طالب برید کوی، خو ضمیر یې دومره شرمیدلی، چې بیا ځان ناخبره نیسی. یاد برید د ملا شیرین په امر شو، ترڅو د خبرو په میز خپل وحشت وښیی دپنجاب مزدوره دافغانان پر وژنو نور هم د پنجاب لمن ته لوېږې.))په ننګرهار کې تر دې پخوا هم دې ته ورته ګڼې حملې شوی، چې د ځینو مسوولیت طالبانو او د ځینو داعش په غاړه اخیستی دی. د سیمې اوسېدونکی وایی: طالبان عموماً د خپلو هغو بریدونو مسوولیت نه منی چې ډېره مرګ ژوبله عام ولس ته واړوی.