روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په غزه کې دې دوه دولتونه جوړ شی

د امریکا متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایی، دی د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند د ادامې لپاره دعا کوی او د دې خونړۍ شخړې حل یوازې په دې کې وینی، چې هلته دې دوه دولته جوړ شی. په سپینه ماڼۍ کې د خبری غونډې پر مهال بایډن همدا راز ووېیل چې له نورو هېوادونو سره به په ګډه د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره ډېرې مرستې ځانګړې کړی: ((حماس یو تروریستی سازمان دی. موږ یې پېژنو، خو دا په دې معنی نه ده چې غزې ته به شا کوو او غزه به د ټولو هغو بې ګناه کسانو لپاره چې په دې جګړه کې یې زیان لیدلی دی، بیا نه رغوو.)) بایډن زیاته کړه چې دا مرستې به له فلسطینی چارواکو سره په همغږۍ ولګول شی، څو دا ډاډ ترلاسه شی چې حماس به یې پر توغندیو نه لګوی.د اسرائیلو او د فلسطینیانو د حماس ډلې ترمنځ پرون د مصر په منځګړیتوب اوربند وشو.

ممکن است شما دوست داشته باشید