د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په عراق کې د بشری حقونو د څار ډلې ویلی، چې د امنیتی ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ په نویو کړکېچونو کې ۴ مظاهره چیان وژل شوی او ۱۳۰ نور ټپیان دی.دا مرګ ژوبله هغه مهال وشوه، چې د دغه هېواد د پوهنې ادارې مخته د دواړو لوریو ترمنځ شخړې وشوې او امنیتی ځواکونو اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ.په عراق کې د بشری حقونو نیمه رسمی کمېسیون چې د دې مرګ ژوبلې راپور یې ورکړی دا شخړې د خواشینۍ وړ بولی او وایی، د ځینو ټپیانو وضعیت نازک دی.