روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په سیمه ییز یوځایوالی کې د افغانستان رول  

محمد داوود نیازی

دوهمه برخه

د افغانستان او ایران ټرانزیټی اړیکې :

په ۱۹۷۴کال کې ایران او افغانستان د تزانزیټ سوداګریز تړون لاسلیک کړ. دغه تړون افغانی سوداګرو ته اجازه ورکړه، چې په اسلام کلا او مشهد کې له پولو او د بندر عباس له لارې د فارس خلیج ته ورسېږی او خپل سوداګریز توکی له دې لارې خلیجی هېوادونو ته ولېږدوی. په ۱۹۷۵م کال کې د ایران پاچا له بندر عباسه تر کابله پورې د اورګاډی پټلۍ د غځولو په موخه د ۲بیلیونه امریکایی ډالرو ژمنه وکړه. دغه پټلۍ یا کرښه له غزنی ولایته تېرېدله او ایران یې له کابل سره تاړه. دا هغه ژمنه وه چې هېڅکله پوره نه شوه،ځکه په ۱۹۷۹م کال کې روسانو افغانستان اشغال کړ او ولسمشر سردار محمد داود خان یې په افغانستان کې شهید کړ او نه هم د ایران پاچاه پر واک پاتې شو. د ایران د پاچاۍ نظام د امام خمینی تر لار ښوونې لاندې د اسلامی اوښتون په وسیله رانسکور شو. په پایله کې یې له غربی ګاونډی سره هم  د سوداګرۍ د پراخېدو امکان پیدا نه کړ، خو په دې وروستیو کې چې د افغانستان اقتصادی اړیکې له پاکستان سره خرابې شوې نو افغانستان د نورو بندرونو په لټه کې شو، چې یو بندر یې د ایران د چا بهار بندر دی.

چا بهار بندر د ایران په بلوچستان ایالات کې موقعیت لری ، چا بهار بندر ۱۴ زره هکتاره مساحت لری چې په شمال کې منځنۍ اسیا او افغانستان، ختیځ کې پاکستان او سهیل کې د هند له سمندرګی سره تړلی دی. په لویه پېمانه د لویو بېړیو چلونې قابلیت لری. اوس په دې بندر کې ډېره پانګونه کېږی چې د بېړیو چلولو لپاره ځایونه، هوایی ډګراو تر منځنۍ اسیا پورې د رېل لیکه جوړه شی. دا بندر د منځنۍ اسیا هېوادونوافغانستان، ترکمنستان،
ازبکستان، تاجیکستان،
قرغیزستان او قزاقستان) پورې تړلی دی، ډېر ارزښت لری او دا هېوادونه به تر ټولو لنډه لاره ازادو اوبو ته پیدا کړی. د اقتصادی موقعیت تر څنګ دا سیمه ډېره تاریخی او طبیعی ده چې د دې ښار هوا تل پسرلنۍ او معتدله وی، نو ځکه ورته چا بهار هم وایی. په همدې ډول زموږ لپاره هم ډېرې ګټې لری ، چا بهار د پاکستان لپاره ښه بدیل کېدای شی ، په همدې ډول له هندوستان سره زموږ نښلېدل، د افغانستان له لارې د هندوستان او منځنۍ اسیا اړیکې، په هېواد کې د لویو لارو جوړول (زرنج دلارام تر چا بهاره، شمال، لوېدیځ کې سړکونه)، د ریل لیکو (چا بهار څخه تر بامیانو ۹۰۰کیلو متره ریل لیکه) جوړول او دې ته ورته د هېواد سوداګرو ته اسانتیاوې ،د صادراتو او وارداتو په برخه کې د ستونزې له منځه تلل او یو شمېر نورې ګټې دی چې موږ یې له دې لارې ترلاسه کوو. د دغه بندر وروستی درې ‌اړخیز تړون په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د ایران-هند او افغانستان د تخنیکی-اقتصادی ډلو او حقوقی متخصصینو له‌خوا چمتو شو او د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۳مه په تهران کې د درېیو اړو هېوادونو د مشرانو له ‌خوا لاسلیک شو. د چا بهار بندر اړتیا په چا بهار بندر کې درې داسې هېوادونه راټول دی، چې له پاکستان سره په یو نه یو ډول ستونزې او سیالۍ لری.

د چا بهار آزاد سوداګریز زون ایران ته هغه موقع په لاس ورکوی چې ایران غواړی د منځنۍ او سویلی اسیا او د فارس د خلیج ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ مرکز شی. چا بهار دوه اعشاریه پنځه میلیونه ټن کلنی ظرفیت لری او ایران غواړی چې دا ظرفیت دوولس اعشاریه پنځه میلیونه ټنه  ته لوړ کړی، ایران تر دې مهاله  ۳۴۰میلیونه ډالر پانګونه په چا بهار بندر کې کړې ده.  یوازې ایران نه، ایران نور هېوادونه هم هڅوی چې په دې برخه کې پانګونه وکړی لکه افغانستان او تاجیکستان، څو سړکونه جوړ کړی ، پایپ لاینونه جوړ کړی ، ریل لیکې جوړې کړی په همدې ډول ایران غواړی د هرات ریل پټلۍ تر منځنۍ اسیا پورې وغځوی له بلې خوا ایران هوکړه کړې چې د قرغیز برخه چې د ایران، افغانستان، تاجیکستان ،قرغیزستان او چین سړک دی تمویل کړی او په تاجیکستان کې د انزوب تونل هم تمویل کړی چې تاجیکستان او چین ته لار ده او د ګران هېواد له شمال او لوېدیځه تېرېږی.

ایران هڅه کوی چې د چا بهار ارزښت لوړ کړی افغانستان له منځنۍ اسیا سره ونښلوی چې دا ډیره ارزانه لار هم ده. په۲۰۱۳زیږدیز کال کې د ایران سفیر د افغانستان په اړه وویل کله چې چا بهار بندر په کار پیل وکړ، نو افغانستان به د منځنۍ اسیا له ۱۴ هېوادونو سره ونښلول شی. ایران وار د مخه د چا بهار او افغانستان تر سرحده سړک جوړ کړی ،چې دا سړک د زرنج له دلارام سړک سره وصل دی او د کندهار او هرات له عمومی سړک سره یو ځای کېږی. چې له دغه ځایه به د هېواد نورو برخو ته توکی لېږدول کېږی، چې د لومړی ځل لپاره افغانستان ته د چا بهار بندر له لارې هندوستان د غنمو لومړۍ جوپه د تېر ۱۳۹۶زیږدیز کال د لړم په ۲۰مه نیمروز ولایت ته راوسېدله.

چا بهار د هندوستان لپاره هم ډېر مهم دی ځکه هندوستان غواړی له افغانستان او منځنۍ اسیا سره اړیکې ولری او اړیکې لاپسې پراخې کړی.  دبندر له لارې هندوستان له افغانستان سره نښلول کېږی ، دا بندر د بلوچستان له ګوادر سره ډېر نږدې پروت دی چې څه کم سل کیلو متره واټن لری،چین غواړی د  ۴۶ -۵۵میلیاردو امریکایی ډالرو په اندازه پانګونه وکړی چې چا بهار به دا پروژه کم ارزښته کړی ،پاکستان او چین د هندوستان لپاره ډېر مهم سیالان دی او هند به د دغه بندر له لارې وکولی شی چې دواړه هېوادونه د هند په سمندر او خلیج کې وڅاری ، د پاکستان په نشتون کې هند د چا بهار له لارې افغانستان، منځنۍ اسیا او روسیې ته لاره  پیدا کړی ، منځنی ختیځ ته به د هند لاسرسی پیدا شی، په همدې ډول د چین،سریلانکا، بنګله دېش او مالدیف کې یې هم پانګونه کړې چې په  چین رول په سیمه کې څرګندوی او هند غواړی چې د چین رول را کم کړی چا بهار یې بدیل دی، د هند لپاره  به د ازادې سوداګرۍ زون خلاص شی لوېدیځې اسیا ته لاره  پیدا کوی په همدې ډول به د صادراتو په برخه کې هم پرمختګ وکړی ، د ټرانسپورټ لګښت به یې هم راکم شی او خام تېل او تازه میوې به ارزانه واردې کړی، له اروپا سره سوداګری ، اوس هندوستان له سرې بحیرې ، سویس کانال او مدیترانې ترسره کوی خو د چا بهار له لارې ورته دیرش یا څلویښت سلنه کم لګښت لری. په همدې ډول هند غواړی په مرکزی اسیا کې د بیمې ، بانکوالۍ، مخابراتو، ټکنالوژۍ ،کرنې او درملو په برخه کې پانګونه وکړی او د هند لپاره ډېر مهم سکتور د تېلو او ګازو دی ځکه چې هند د انرژۍ له کمښت سره مخ دی چې یو لامل یې له مرکزی اسیا سره د مخامخ لارې نه شتون و چې د چابهار بندر سره دا ستونزه هم پای ته ورسېده. د عربو په سمندرګی کې  به د چین شتون د پاکستان د ځواکمنتیا د ګوادر بندر له لارې به هم د هند تر څار لاندې وی.چین په افغانستان کې د امریکا حضور او له سویلی کوریا، جاپان، هندوستان او ټایوان سره نږدې اتحاد ته د چاپېرېدلو په نظر ګوری. بلې خوا ته هندوستان د چین له خوا په سریلانکا، برما او بنګله دېش کې جوړو شویو بندرونو ته د ځان انحصارېدو په سترګه ګوری؛ نو ځکه کله چې چین د ګوادر بندر جوړولو لپاره خپل پلانونه راڅرګند کړل، هندوستان پر نړیوالو فشارونو سربېره له ګوادر نه شاوخوا ۷۲ کیلو متره لرې چا بهار بندر لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید