روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په سپین بولدک کې یرغلګرو پاکستانی پوځىانو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار امنىتی چارواکو تاىىد کړه چې په سپىن بولدک کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې لس پاکستانی پوځىان او طالب وسله وال وژل شوی دی.د کندهار د والی وىاند بهىر احمدی تاند خبری وېبپاڼې ته ویلی، چې طالبانو او پاکستانی ځواکونو وړمه ورځ د سپىن بولدک په سىمه کې د افغان پوځىانو پر پوستو په ګډه برىدونه کړى چې په نتىجه کې ىې ۱۰ پاکستانىان او طالبان وژل شوی دی. د ښاغلی احمدی په خبره پېښه د سپىن بولدک ولسوالۍ په سرو ساهانو سىمه کې شوې او پاکستانی پوځىانو له طالبانو سره په ګډه پر افغان لوری یرغل کړى: (( شمېر ىې لا معلوم نه دى چې په لسو وژل شوىو پاکستانی پوځىانو او طالبانو کې ىې څو طالبان او څو پاکستانی پوځىان دی خو په دې نښته کې ۸  پاکستانی پوځىان او طالبان ټپىان شوی هم دی.)) نوموړى پرون ویلی، چې نښته له تېرې شپې راهىسې روانه ده او لا هم خال خال ډزې کېږی، خو افغان سرحدی ځواکونو ته پکې تلفات ندی اوښتی.سپىن بولدک د ډىورنډ پر فرضی کرښه پرته ولسوالی ده چې هاغاړه ترې پاکستانی پوځىان دېره دی او دېخوا ته ىې طالبان پراخ حضور ساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید