د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلی، چې په سوریه کې اقتصادی وضعیت په شدیده توګه مخ پر ځوړ دی او اوس نږدې یوولس میلیونه وګړی بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.د هغه په خبره که پر وخت اقدام و نه شی، نو ښایی دوه میلیونه نور وګړی هم پر یاده شمېره ورزیات شی.نوموړی همدا راز ویلی، چې د خوړو نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ اوس په سوریه کې نږدې ۹ میلیونه او پنځه سوه زره وګړی غذایی خوندیتوب نه لری او دا مسئله د جدی د اندېښنې وړ ده.ملګرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی، چې په سوریه کې د بشری ناورین د مخنیوی لپاره خپلې همکارۍ ډېرې کړی.