د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د بښنې نړیوال سازمان د امریکا په مشرۍ پوځې ائتلاف له دې کبله غندلی چې د رقه په ښار کې د داعش پر ضد د جګړې په ترڅ کې د ولسی خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په منلو یا پهدې برخه کې په کافی اندازه څېړنو کې پاتې راغلی دی.د سوریې پر رقه ښار د امریکا په مشرۍ ائتلاف له دې ښاره د داعش وسلهوالې ډلې د ایستلو لپاره هوایی بمبارۍ کړې وې.په هغه راپور کې چې پرون دوشنبه د بښنې نړیوال سازمان خپور کړى پهکې ویل شوی، د ائتلاف دا اقدامات پهدغه ښار کې د ژوندیو پاتې شویو پر مخ څپېړه ده چې هڅه کوی بېرته خپل ژوند جوړ کړی.