د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په سعودی عربستان کې د لومړی وار لپاره د ښځینه عملې په مرسته په بریا یوه الوتنه وشوه، چې چارواکو وړمه ورځ دا د ښځو د پیاوړتیا پر لوری مهم ګام بللی دی.د سعودی عربستان د فلای ادیل- یا طیران أدیل په نامه د هوایی شرکت دغه الوتنه د ریاض او سرحدی ښار جدې ترمنځ شوې ده.د فلای ادیل شرکت ویاند عماد اسکندر ثانی ویلی، دا د A320 ډوله الوتکې الوتنه وه.د دې اووه کسیزې عملې ډېره برخه د سعودی عربستان مېرمنې وې.